د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې چارواکو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې


د فراه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د وسله‌والو طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو ۳۷ کسانو سره د دغه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په "تینک" کلي کې وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، تیره شپه وسله‌والو طالبانو په پشت رود ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل، چې افغان او بهرنیو ځواکونو یې په ځواب کې د ځمکې او هوا له لارې عملیات ترسره کړل.

د والي ویاند زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو قوماندان ابراهیم بلندي چې په جُبیر مشهور وو له خپلو ۳۷ ملګرو سره وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی مهري وايي، چې د افغان ځواکونو دوه منسوبین هم په نښته کې ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان په لویدیځ کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو د ویاند مرستیال محمد عارف رضايي وايي، چې په دغو عملیاتو کې د یو افغان سرتیری وژل شوی دی.

ښاغلی رضايي دغه راز وايي، چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په جلا عملیاتو کې، د ملا عبدالقیوم او ملا حسام‌الدین په نوم د وسله‌والو طالبانو دوه مشهوره قوماندانان وژل شوي دي.

خو طالبانو ادعا کړې، چې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو پنځه منسوبین وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي.

XS
SM
MD
LG