د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا شوې


د افغانستان د پوځ چارواکو ادعا کړې، چې په فاریاب کې د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي بمباریو په نتیجه کې د دریو طالب قوماندانانو په ګډون لسګونه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې له دوو ورځو راهیسې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو لپاره د افغان پوځیانو او د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو ګډ عملیات دوام لري.

هغه زیاته کړه "په دغو عملیاتو کې د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوی خان‌اقا، په پنځو شمالي ولایتونو کې د طالبانو مالي مسول مولوي ګندم‌علي، د طالبانو د محکمې مسول مولوي حفیظ‌الله او د طالبانو قوماندان مولوي ناصر له ۶۱ کسانو سره وژل شوي او امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی".

د رضايي پر وینا، په دغو عملیاتو کې د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په پنځو کلیو کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي، چې په نتیجه کې یې د دغې ډلې یو زندان او څو مرکزونه له منځه تللي دي.

خو طالبانو د افغان حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.

له بلې خوا د فاریاب – جوزجان لاره چې د وسله‌والو طالبانو تر جدي ګواښ لاندې ده، تر اوسه د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.

د فاریاب والي نقیب‌الله فایق په د اړه امریکا غږ – آشنا ته وویل "په خواشینۍ سره، چې تر اوسه په فاریاب کې تصفیوي عملیات نه دي پیل شوي، یو شمیر سیمې د لومړي نمبر لارې په اوږدو کې د طالبانو په لاس کې دي او طالبان هم په دغه مسیر کې راوتلی نه شي، چې په نښه شي او حکومت هم هلته پوستې نه دي جوړې کړي، موږ تائیدوو چې دا لاره اوس هم د طالبانو په کنترول کې ده".

د فاریاب ولایتي شورا د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې د امنیت د ښه‌والي لپاره په فاریاب کې د سرتیرو د شمیر زیاتولو ته اړتیا ده.

فاریاب د افغانستان په شمال کې له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په څو ولسوالیو کې یې همدا اوس د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG