د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پوهنتون محصلینو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او دوه ژوبل دي


پولیس وایي اوس شخړه ختمه شوې ده
پولیس وایي اوس شخړه ختمه شوې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ اخ او ډب کې یو تن وژل شوی دی.

د وزارت د ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې دوه محصلین ژوبل شوي دي. ښاغلي دانش وویل چې محصلینو د ډوډۍ خوړلو پر مهال شخړه کړې ده.

هغه وایي چې اوس شخړه حل شوې ده او پولیس پر سیمې کنترول لري.

تر دې مخکې د کابل قوماندانۍ د نشراتو مسول بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې د پولیسو د چټک غبرګون ځواکونو د پیښې سیمه کلابند کړې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه "د پوهنتونونو قوماندان موږ ته خبر راکړ، چې د خوړو په خونه کې د څو محصلینو ترمنځ لانجه شوې ده".

په سیمه کې د سپکو وسلو ډزې هم اوریدل شوي دي، خو ښاغلي مجاهد وویل، چې ښايي پولیسو د محصلینو ترمنځ د نښتې پای ته رسولو لپاره هوايي ډزې کړې وي.

ښاغلي مجاهد په دې نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونویل.

تر اوسه د محصلینو ترمنځ د نښتې علت څرګند شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG