د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ضد واکسین نه کولو له کبله سي ان ان خپل مامورین شړلي


د سي ان ان شبکې هغه درې مامورین له دندو لیرې شړلي چې د کرونا ضد واکسین یې نه و کړی.
د سي ان ان شبکې هغه درې مامورین له دندو لیرې شړلي چې د کرونا ضد واکسین یې نه و کړی.

په امریکا کې مطبوعات وایي سي ان ان خپل درې مامورین د دې شبکې د کرونا ضد د پالیسۍ نه سرغړاونې په تور له دندو شړلې ځکه هغوي پداسې حال کې دندو ته راغلي وو چې د کرونا ضد واکسین یې نه و کړی.

د سي ان ان د مشر جی زوکر په یو یادښت کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپلو مامورینو ته لیږلی او امریکایي مطبوعاتو تر لاسه کړی، ویل شوي چې په تیرې اوونۍ کې د کمپنۍ درې مامورین د واکسین نه کولو له کبله برطرفه شوي.

په یادښت کې ویل شوي، "اجازه راکړئ ښکاره یې ووایم، مونږ پدې هکله هیڅ زغم نلرو. "
د سي ان ان د مشر په یادښت کې د دندو څخه د شړل شویو مامورینو نومونه، موقفونه او دا چې په کومو دفترونو کې یې کار کاوه، څه ندي ویل شوي او پخپله سي ان ان هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د سي ان ان شبکې د خپلو مامورینو څخه غوښتي وو چې د کرونا ضد واکسین دې وکړي خو دا یې ترې نه و غوښتي چې د واکسین کولو ثبوت دې کمپنۍ ته راوړي.

د سي ان ان مشر همدارنګه ویلي چې ښایي تر دې وروسته د ثبوت غوښتنه هم وشي.
په یاداښت کې ویل شوي، "هر هغه څوک چې په ساحه کې کار کوي، یا د نورو مامورینو سره ګډ کار کوي او یا دفترونو ته داخلیږي، د کرونا ضد واکسین پرې اجباري دی. "

د امریکا د متحده ایالاتو فدرال حکومت هم د مۍ په میاشت کې ویلي چې د کار ورکوونکو لخوا دا یو قانوني عمل دی چې له خپلو مامورینو وغواړي واکسینونه وکړي.‌

د فیسبوک، ګوګل او مایکروسافټ په ګډون ګڼ شمیر غټو شرکتونو ویلي چې پخپلو مامورینو به دا شرط ږدي چې کار ته د راتګ نه وړاندې د کرونا ضد واکسین وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ځينو ایالتونو کې د کرونا پېښې بیا زیاتې شوې اوځینو ادارو په خپلو کارکوونکو د ماسک تړل بیا جبري کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG