د لاس رسي وړ اتصالات

څومره قهوه باید وڅښو؟


قهوه
قهوه

څیړونکو ویلي دي چې د ورځې شپږ پیالې او یا له هغې نه زیاته قهوه څښل د زړه او رگونو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر ٢٢ فیصده زیاتوي.

د قهوې د څښلو او د زړه د ناروغۍ ترمنځ د اړیکې په هکله یوه نوې څیړنه د "امریکا کلینکي تغذیه" په نامه ژورنال کې خپره شوې ده. څیړونکو د څه دپاسه ۳۴۷ زرو کسانو روغتیایي سوابق څیړلي چې عمرونه یې د ٣٧ نه تر ٧٣ کلونو پورې وو.

پدغه څیړنه کې چې د استرالیا د جنوب په یو روغتون کې شوې ده، پوهان پدې پوه شوي هغوی چې د ورځې یې شپږ پیالې او یا له هغې زیاته قهوه څښله د هغو کسانو په پرتله چې د ورځې یې یوه یا دوه پیالې قهوه څښله ډیر د زړه او رگونو په ناروغۍ اخته شوي وو.

دا پدې معنی نده چې قهوه زیان لري. پوهانو پدې څیړنه کې دا هم موندلي هغوی چې هیڅ قهوه نه څښله او یا یې له کافیین پرته قهوه مصرفوله د هغو کسانو په پرتله چې د ورځې یې یوه او یا دوه پیالې قهوه څښله شاوخوا ١١ فیصده زیات د زړه په ناروغۍ اخته شوي وو.

له دې دمخه یوې بلې څیړنې ویلي وو چې قهوه د زیاتې اندازې انتي اوکسیدانتونو د لرلو په خاطر ښایي د زړه د ناروغۍ، د زړه د دریدو او د شکرې د ناروغۍ د خطر د کمیدو سبب شي.

پوهانو پدغه نوې څیړنه کې دا خبره تائید کړې، خو ویلي یې دي چې د قهوې په څښاک کې باید اعتدال وساتل شي.

XS
SM
MD
LG