د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غږ په کندهار کې د نشه يې توکو ضد مبارزې یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ


امریکاغږ په کندهار کې د نشه يې توکو سره په مبارزه کې یو ورځنی کنفرانس دایر کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

امریکاغږ د آي اين ايل په مرسته په کندهار کې د نشه يې توکو سره په مبارزه کې د رسنیو د ونډي تر عنوان لاندي یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.

په کندهار کې د امریکاغږ له لوري یو ورځني کنفرانس د "بدیل کرهڼيز توکي او د بدیل معیشت پروژې" تر عنوان لاندې جوړ شوی و چې د چارواکو تر څنګ بزګرانو او ځمکه والو پکې ګډون کړی و.

د کندهار والي حیات الله حیات دې کنفرانس ته وويل چې د زراعتي محصولاتو د خوندي ساتلو لپاره به په کندهار کې د شنو خونو یا ګرین هاوسونو جوړیدو ته ډير پام وشي.

نوموړي وويل چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په پروګرامونو کې به د راتلونکې لپاره پر بنیادي پروژو کار وکړي.

د کندهار د ګرهڼي او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي دې کنفرانس ته وويل چې د کندهار هوا او اوبه د پیاوړي زراعت لپاره مساعد شرایط لري چې کولای شي د هیواد اقتصاد په پښو ودروي.

خپله کروندګر د زراعت په سکتور کې د هغو تجربو یادونه کوي چې د کوکنارو غوره بدیل ګرځیدلی. د پروګرام ګډون کونکو ځمکه والو غوښتنه وکړه چې زراعتي محصولاتو ته دي په بازار موندنه کې پام زیات شي.

د کندهار د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا رئیس انجنیر محمد نسیم ایوبي وايې چې اداره يې د کلیو د انکشافي پروژو په برخه کې د زراعت ودې ته خاصه پاملرنه کوي.

د امریکا غږ په استازیتوب په کندهار کې د نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنیو د ونډې د کنفرانس جوړونکي رحیم ګل څاروان وویل چې امریکاغږ غواړي د رسنیو له لاري د نشه يي توکو پر ضد مبارزه وکړي.

ټاکل شوې چې تر کندهار وروسته په کابل، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو کې هم د نشه يي توکو پرضد د مبارزه د رسنیو د ونډې په موخه کنفرانسونه جوړ شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG