د لاس رسي وړ اتصالات

بېځایه شویو افغان مېرمنو ته د صحي خدمتونو د کموالي‌ په اړه اندېښنه


د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې زرګونه بېځایه شوي ښځې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ ناوخته جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله، ښځې او نجونې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.

خو بیا هم دا سازمان وايي چې سږ کال یې په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰۰ ښځو ته د میندوارۍ خدمات وړاندي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د معلوماتو په اساس افغانستان په اسیا کې د زېږون پر مهال د میندو د زیاتې مړینې کچه لري. دغه سازمان پخپل راپور کې ویلي و چې په دغه هیواد کې د هر ۱۰۰زره زېږون پرمهال ۶۳۸ میندې مري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که په دې برخه کې جدي توجه ونشي په دغه هیواد کې به د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه لوړه شي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په بېساري توګه ټیټه شوې وه او د ۱۳۹۸ کال د راپور په اساس په ۱۰۰زره زېږون کې ۳۹۶ میندو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نماینده لکساندر ساشا ویلي چې په افغانستان کې په بېساري توګه د بشري بحران زیاتېدو سره ښځې او نجونې له دغه بحران څخه زیاتې اغېزمنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي همدارنګه ویلي و چې د دوی څېړنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د رسیدګي په خاطر په ځانګړي ډول د مینداره مېرمنو لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

دغه صندوق ټینګار کړی دی چې په دغه پیسو سره به ۲.۲ میلیون میندواره مېرمنو، ۲.۳ پېغلو نجونو او ۲۸۹زره نورو ښځو ته چې د ولادت په مرحله کې دي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوي برابرې کړي.

په افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو د مړینې کچې زیاتوالي په اړه په داسې مهال اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې او نورو خیربه بنسټونو د بشري مرستو په کمېدو او بندېدو سره ددغه هیواد د روغتیايي نظام د سقوط په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG