د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ کې د کرونا وبا یو کال څنګه تېر شو؟


د کرونا ویروس په منځني ختیځ کې د ټولو نه زیات ایران ځپلی.
د کرونا ویروس په منځني ختیځ کې د ټولو نه زیات ایران ځپلی.

په چین کې د کرونا ویروس د پیدا کیدو نه وروسته منځنی ختیځ لومړنۍ سیمه وه چې دا ویروس پکې خپور شو.

د منځني‌ختیځ‌ په هیوادونو کې د کرونا د وبا له وجې په زور مهاجرتونه او دوامداره جګړو هم د خلکو د ژوندانه چارې سختې کړيدي.

کرونا منځني ختیځ کې د ټولو نه زیات ایران ځپلی. پدې هیواد کې د کرونا لومړنۍ مثبته قضیه د ۲۰۲۰ کال د فبروي په میاشت کې ثبت شوه چې د چین د ووهان د ایالت نه بهر دا د دې ویروس لومړنۍ قضیه هم وه. خو څو ورځې لا نه وې تیرې چې د ایران روغتونونه د کرونا په ویروس د اخته ناروغانو نه ډک شول.

د ایران د حکومت د رسمي ارقامو له مخې دې ویروس په هغه هیواد کې شاوخوا ۶۰ زره کسان مړه کړي خو څارونکي وايي ښایي د مړوشمیر تر دې هم لوړ وي.

بهنام بن طالبلو چې د منځني ختیځ امنیت او پالیسۍ څاري، امریکا غږ ته ویلي چې په ایران کې حکومت د کرونا ویروس د خپریدو په لومړنیو شپو ورځو کې سهوې وکړې او دا باعث شو چې دا ویروس ډیر کسان ونیسي او مړه یې کړي.

ښاغلی طالبلو زیاته کړه:" اول حکومت دا ستونزه نه منله بیا یې کوښښ وکړ کمرنګه یې وښیي. د ایران د حکومت لپاره د ولس روغتیا او خیرښیګڼه لومړیتوب ندی. او په دا شان نړیوالې وبا کې تر ټولو ستر زیان ولس ته رسیږي."

خو په ایران کې چارواکي بیا وایي د دې وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم ندي دریغ کړي او دا هم نه مني چې ګنې د مړو شویو کسانو شمیر یې پټ کړی.

کرونا او جګړه:

د روغتیا نړیوال سازما تیر کال د مارچ د میاشتې په ۱۱ مې پداسې حال کې کرونا نړیواله وبا اعلان کړله چې د منځني ختیځ په یو شمیر هیوادونو کې جګړې هم روانې وې.

دوامدارو جګړو په یو شمیر هیوادونو کې روغتیایي سیستمونه وار د مخه له منځه وړي و او یا یې کمزوري کړي و. د بیلګې په توګه ملګرو ملتونو تیر کال د مې په میاشت کې خبرداری ورکړی و چې په یمن کې روغتیایي سیستم تقریباً ړنګ شوی.

بل پلو بیا په لبنان کې کرونا پداسې وخت کې خپره شوه چې په هغه هیواد کې اقتصادي او سیاسي بحران روان و. خو وضعیت لا پسې هغه وخت خراب شو چې د اګست په میاشت کې د بیروت په بندر کې غټه چاودنه شوه او نږدې و چې د هیواد نظام ړنګ کړي.

د کرونا دویمه څپه

د ۲۰۲۰ کال په پای کې د کرونا د ویروس دویمې څپې اروپا، د امریکا متحده ایالات، لاتینه امریکا او منځني ختیځ وځپل خو د روغتیا نړیوال سازمان ویره درلوده چې ښایي دویمه څپه به د ټولو نه زیات تاوان د منځني ختیځ هیوادونو ته ورسوي.

دغه سازمان وایي چې لا هم په منځني ختیځ کې وضعیت خطرناک دی.

د ختیځې مدیترانیې د سیمې د هیوادونو لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازی، احمد ال مندهاري امریکا غږ ته وویل چې کرونا په منځني ختیځ کې شاوخوا ۶ میلیونه کسان نیولي دي. هغه زیاته کړه ، " له بده مرغه دي ویروس هلته تقریباً ۱۴۰ زره کسان مړه کړي."

XS
SM
MD
LG