د لاس رسي وړ اتصالات

مک‌کال: د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې د خبریالانو انتقال کې ناکامي 'سپکاوی' دی


د امریکا د کانګرس غړي مایکل مک‌کال، د پوځي عملیاتو د پای دمخه له افغانستان څخه بهر د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د خبریالانو په انتقال کې د امریکا د حکومت "ناکامي"، "سپکاوی" ګڼلی دی.

د متحده ایالاتو د کانګرس دغه جمهوري غوښتونکي غړي وویل: "پوره سپکاوی دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې ټول محلي کارکوونکي یې انتقال کړي، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې په سلګونو خبریالان او د هغوی کورنۍ یې پریښودي دي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تخلیې د عملیاتو په جریان کې چې د اګست په ۳۰پای ته ورسیدل، د امریکایي پوځیانو او دپلوماتانو د کړنو په ستایلو سره ددې عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان څخه بهر د ۱۲۰زره تنو د انتقالولو خبر ورکړ.

د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ادارۀ د امریکا د فدرال حکومت یوه خپلواکه اداره ده چې د امریکاغږ او ازادۍ رادیو په ګډون د رسنیو څو شبکې لري.

ښاغلی مک‌کال چې د امریکا د کانګرس د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لوړپوړی غړی دی، د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) د یو بیان په خپرولو سره وویل چې د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ شاوخوا ۵۰۰کارکوونکي او کورنۍ یې په افغانستان کې پاته دي.

هغه وویل چې د امریکا حکومت د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو اکثرو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې هغوی به له افغانستان څخه وایستل شي.

د امریکا د کانګرس د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې جمهوري غوښتونکو غړو امریکا غږ ته ویلي چې د متحده ایالاتو د نړیوالې رسنۍ د کارکوونکو د مصوون انتقال لپاره به د ښاغلي بایډن پر حکومت فشار راوړي، خو دوی ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو په بشپړه وتلو سره ډاډمن ندي چې دغه کار به څنګه ترسره شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، د سه شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د کارکوونکو د سرنوښت په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په "هر سرعت کې چې وکړای شو" هغوی مصوون ځای ته انتقالوو.

څو ورځې دمخه تر دې چې د افغانستان څخه د انتقال عملیات پای ته ورسیږي په لسګونو امریکایي وکیلانو د جو بایډن حکومت دې ته وهڅاوه چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د سلګونو خبریالانو مصوون انتقال ته زمینه برابره کړي.

د امریکا د سنا محلس غړی بن کاردین او د استازو د خونې غړی ویلیم کیتینګ وایي چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو شاوخوا ۵۵۰کارکوونکي او کورنۍ یې لا هم په افغانستان کې پاته دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یو لیک کې چې د کانګرس ۶۷غړو لاس لیک کړی راغلي دي: "ټینګار کوو چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو ۵۵۰کارکوونکي او د هغوی کورنۍ د هغو خبریالانو څخه چې تاسو یې د انتقال لپاره سخته هڅه وکړه هیڅ توپیر نلري."

XS
SM
MD
LG