د لاس رسي وړ اتصالات

د اقلیم نړیوالې غونډې کې له بې وزلو هېوادونو سره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو مرسته تائید شوه


د ملګرو ملتونو لخوا د اقلیم په اړه په مصر کې جوړې شوې غونډې د اقلیمي ناورینونو له ګواښ سره مخامخ بې وزلو هیوادونو لپاره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو مالي صندوق پر جوړولو هوکړه کړې.

په دغه غونډه کې چې له تیرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې د شرم الشیخ په ښار کې دوام درلود او نن یکشنبې نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) پای ته ورسېده، د نړۍ په تودوخې کې د یوې نېمې درجې زیاتوالي محدود ساتلو، د متبادلې انرژۍ رامنځته کولو او د کاربن د کمولو په اړه کوم پرمختګ ندی شوی.

د مصر د باندنیو چارو وزیر، سمیع شکري، چې د غونډې مشري کوله، د شنې انرژۍ د رواجولو او د تودوخې د درجې د راټېټولو په اړه هېوادونه د خپلو پرېکړو د نه تطبیقولو له امله ملامته کړل.

ښاغلي شکري وویل: "زه به د موجودو وسایلو په نظر کې نیولو سره د نړۍ د تودوخې زیاتوالی تر یوې نېمې درجې سانتي ګراد محدود ساتلو ملاتړ ته دوام ورکړم. زه به پدغه اړه د شاتګ مخنیوي هڅه وکړم او د ستونزو د په ګوته کولو اخلاقي جرات هم لرم."

شکري زیاته کړه چې بېرته پخواني حالت ته د ستنېدولو په مخنیوي کې بریالی شوی او ټینګار یې وکړ چې هغه څه چې د تېر کال په ګلاسګو کې په اقلیمي کانفرانس کې ترلاسه شوي، بنسټېز دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، د نړۍ د اقلیم د خوندې کولو لپاره د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه کړي ده.

ښاغلي ګوتریش وویل: "د زیانونو لپاره د یو صندوق جوړول اړین دي، که اقلیمي تغیرات د نړۍ له نقشې جزېرې له مېنځه وړي او د افریقا ټوله لویه وچه په دښتو بدلوي، نړۍ پدغه اړه یو ستر اقدام ته اړتېا لري. دا اړینه ده چې د نړۍ تودوخې کې راغلی زیاتوالی تر یوې نېمې درجې محدود وساتل شي، ټولې خواوې باېد پدې اړه خپل رول ترسره کړي."

دا لومړی ځل دی چې پرمختللي هیوادونه د بېوزلو هیوادونو سره د اقلیمي تغییراتو څخه د رامېنځته شوې زیانونو د جبرانولو لپاره مرسته کوي. خو اسیپ پذیز ټولنې بېا د اقلیم ددې غونډې د پایلو په اړه نا هیلي دي.

د نیوزیلنډ د بشري حقونو او اقلیمي حقونو مبارزه، کیرا شیروډ او ریګن، که څه هم د اقلیم د بدلون له ګواښ سره مخ بې وزلو هېوادونو دپاره د مرستې صندوق جوړېدل ښه اقدام بولي، خو وايي: "متاسفانه د ګلاسګو د تېر کال د کانفرانس په پرتله دلته موږ ډېر شا تګ ګورو. موږ تېر کال پدې اړه چې د بومي خلکو حقونه، د بشر حقونه، د معیوبینو حقونه به د کانفرانس په پرېکړه لیک کې شامل شي. خو متاسفانه د پرېکړه لیک د شپږمې مادې په اړه ډېره عاجله وشوه. ډېر زیات متن یې لرې شو، او له اجنډا هم زیات مواد لري شول."

د اقلیم فعالان د نړۍ د اقلیم د تخریب د مخنیوي په اړه د اقداماتو نه کولو په اړه خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون سکرتر، سیمون سټيل وویل: "د اقدام نه کولو بیه د اقدام کولو له بیې بېخې زیاته ده. موږ تر ۲۰۳۰ کال پورې یوازې د دا ډول اووه غونډو د ترسره کولو وخت لرو. موږ باید په ۲۰۳۰ باندې تمرکز وکړو او بېا له هماغه ځای پېل وکړو. موږ باېد په قاطعیت سره را یو ځای شو."

افغانستان هم د اقلیمي تغیراتو له امله د وچکالۍ، سیلابونو او داخلي کډوالۍ په څېر له ستونزو سره مخ دی. خو د بیوزله هیوادونو سره د اقلیمي تغییراتو له امله د زیانونو د راکمولو کې د مرستې لپاره رامنځته شوي دغه صندوق به د افغانستان درد څومره دوا کړي؟ لا نده معلومه.

XS
SM
MD
LG