د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس: افغان محصلین له چین نه کابل ته انتقالیږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چین هیواد څخه افغانستان ته د افغان محصلینواو نورو افغانانو د خوندي انتقال او په دغه هیواد کې د کورونا ویروس مخنیوي په هدف د همغږۍ غونډه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:"د دغه غونډې ګډونوالو او په چین کې افغان سفیر چې د ویډیويي کنفرانس له لارې ګډون کړی و، له چین څخه افغانستان ته د افغان محصلینو او نورو افغانانو د خوندي انتقال د چمتووالي پر لارو چارو خبرې وشوې."

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه غونډه کې د روغتیايي ملاتړ پر طرزالعمل باندې هم بحثونه وشول چې د روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان او د هوايي ملکي چلند ادار سره په ګډه لازم تدابیر ونیسي.

تر دې مخکې د ملکي هوايي چلند ادارې د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف له روغتیا وزارت سره په ګډه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د لازمو تدابیرو د نیولو خبر ورکړی و.

دغه ادارې له روغتیا وزارت سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر په دخولي ترمینل کې مجهز روغتیايي ټېمونه په دندو ګمارلي و چې هیواد ته راتلونکي مسافر معاینه کړي.

د افغانستان د روغتیا وزیر له چین هیواد څخه غوښتي و چې د وضعیت تر ښه کېدو پوري دغه هیواد ته د افغان مسافرو او سوداګریزو شرکتونو د مسؤلینو د راتګ مخه ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې تر دا مهاله په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښه نه ده ثبت شوې ده.

کورونا ویروس چې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې پیدا شوو د را پورونو له مخې تر دا مهاله لسګونه تنه چینايي وګړي یې مړه کړي دي.

په ووهان ښار کې ۶۲ افغان محصلین او څلور افغانۍ کورنۍ اوسېږي چې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د را انتقالولو په اړه تدابیر نیول کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون پنجشنبه د (جنورۍ ۳۰)په چین کې د کرونا ویروس خپریدل یو بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.

دغه سازمان تر اوسه پورې دغه اقدام ځنډولی و خو وروسته له هغې دغې پریکړه ته مجبور شو چې په چین کې ددغه ویروس له کبله د وژل شويو کسانو شمیر ۱۷۰ تنو ته ورسید او د نړۍپه ۲۰ هیوادونو کې نښې نښانې ولیدل شوې.

XS
SM
MD
LG