د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې مثبتې پیښې ۵۶۳۹ ته ورسیدې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۴۱۳ تازه مثبتو پېښو د ثبتولو خبر ورکړ چې دا په افغانستان کې د دغه ویروس له خپرېدو راهیسې په یوه ورځ او شپه کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره ښيي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ د مې په ۱۴ (غوايي ۲۵) خبریالانو ته وویل چې په دې موده کې ۱۰۰۸ مشکوک سمپلونه معاینه شوي او نتیجه یې ښيي چې په یوه ورځ او شپه کې د ریکارډ په کچه په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر لوړ شوی دی.

د ښاغلي مجروح پر وینا د تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۵۶۳۹ تنو ته لوړ شوی دی.

هغه وویل: "آمار ډېر یو ساده تمثیل دی زموږ د خلکو د توجه نتیجه او د دوی له طریقه د روغتیايي توصیو رعایت...هره ورځ دا آمار مخ په زیاتېدو دی هم د اخته شویو کسانو هم د ټیسټ شویو کسانو د اول ځل دی چې په افغانستان کې ۴۱۳ مثبت واقعات په یوه ورځ کې تشخیص شوي".

د تازه مثبتو پېښو له شمېرې تر ټولو زیاتې ۱۸۸ په کابل کې ثبت شوي دي چې په تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کې کابل لومړنی ولایت دی چې په یوه ورځ کې په دې شمېر مثبتې پېښې په کې ثبتېږي.

دغه راز په غزني کې ۳۵، کندهار کې ۳۴، ننګرهار کې ۳۰، بغلان کې ۲۵، بلخ کې ۲۴، سمنګان کې ۲۰، پکتیا کې ۱۵، وردګو کې ۹، لوګر کې ۷، سرپل، لغمان او نیمروز کې پنځه پنځه، پکتیکا کې ۴، زابل کې ۳، پنجشیر کې ۲ او په خوست او فاریاب کې یوه یوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت مرسیتال د کروناویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي ته په اشارې وویل که خلک پاملرنه ونکړي نو دا ناروغي به په افغانستان کې تر اوږدې مودې دوام وکړي.

ښاغلي مجروح وویل: "خلک دا موضوع جدي نه نیسي، یو وايي چې دروغ دی بل وايي چې د فنډ لپاره دی، که څوک باور نه لري افغان-جاپان روغتون ته دې مراجعه وکړي او هلته په بسترو دې وګوري چې د دوي خپل نږدې کسان د دوی وطنوال په څه وضعیت پراته دي او خپل آخرین لحظه د ژوند په څه وضعیت تیروي. کرونا جدي ده دا جدي ونیسئ که نه د هر کس د اخته کېدو امکان شته".

هغه دغه راز وویل چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې له دغې ناروغۍ څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۶ ته ورسېد او ۶۹۱ تنه بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې دی.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجشنبې ورځې مې ۱۴(غويي۲۵) پورې د نړۍ په کچه نږدې ۲۹۸ زره تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه او ۳۶۰زره پرې اخته شوي.

XS
SM
MD
LG