د لاس رسي وړ اتصالات

د عامې روغتیا وزارت: د کرونا د اومکرون بڼه لا افغانستان کې نده ثبت شوې


د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژبر وايي، په افغانستان کې تراوسه د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې کومه پیښه نه ده ثبت شوې.

ښاغلي هژبر د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) د امریکاغږ ته وویل، چې تر اوسه لا د کرونا ویروس د اومیکرون د نوې بڼې د ویروس کومه مثبته پیښه په افغانستان کې نه ده ثبت شوې او زیاتوي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ناروغي تر کنټرول لاندې ده.

ډاکټر هژبر وویل: "اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغي تر ډیره د اندیښنې وړ نه ده. زمونږ د وروستیو راپورونو پر اساس تیره ورځ د ۸۰۴ اخیستل شویو سمپلونو څخه یوازې ۱۲ یې مثبت وو او د کرونا د ناروغۍ له امله مو یوه مړینه لرله".

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د کروناویروس د درملنې د ۳۸ دولتي روغتونونو څخه ۲۱ یې پرانیستي او د خصوصي نهو روغتونونو څخه درې یې پرانیستي دي او تر یو میلیون ډوزو پورې د کرونا ویروس واکسین زیرمې لا شته او امریکا او چین د واکسین د برابرولو نورې ژمنې هم کړي.

د کروناویروس نوې بڼه «اومیکرون» په لومړي ځل په جنوبي افریقا او ددې هیواد په ګاونډیو هېوادونو کې خپره شوه او په چټکۍ سره په اسیا، اروپا، امریکا او استرالیا کې یې هم پېښې وموندل شوې.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د سه شنبې په ورځ ناوخته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې امریکا د افغانستان له خلکو سره د کوواکس د واکسین د نړیوال ائتلاف د پروګرام له لارې د کرونا ویروس د یو میلیون دوزو واکسین د مرستې وړاندېز کړی چې ورسره به د افغانستان له خلکو سره د امریکا د مرسته شوي واکسینونو مجموع ۴.۳ میلیونو دوزو ته رسیږي.

همداشان د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د واکسین دا مرسته د افغانستان سره د امریکا د ۴۷۴ میلیونو ډالرو تر څنګ ده او ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان له خلکو سره لا هم ولاړه ده.

تیره اونۍ کابل کې د چین سفیر وانګ یو د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته د شاوخوا یو میلیون ډوزو سینو فارم واکسین د سپارلو یوې غونډې ته وویل، چې دوه میلیونه ډوزه نور واکسین به هم افغانستان ته برابر کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د چمتو کولو د چارو مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر همدې غونډې په وینا کې وویل، چې چین ورسره د کرونا د درملنې د روغتونونو د فعالولو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دمخه افغانستان کې د کروناویروس د درملنې روغتونونو سره د امریکا د حکومت او د اروپايي ټولنې له خوا مالي مرستې کیدی، چې شاخوا دوه میاشتې وړاندې دا مرستې بندې شوې.

د مرستو د بندیدلو له امله د کروناویروس د درملنې په روغتونونو کې ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه هم بند شوي دي. اوس د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف ویلي، چې دا اداره به د عامې روغتیا سکټور کې شاملو روغتیايي کارکونکو او ډاکټرانو ته معاشونه برابر کړي، خو تراوسه لا هغوی ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG