د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس په امریکا کې؛ شپږ تنه مړه کړي، ١٠٠ پرې اخته دي


امریکایي مقاماتو ویلي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس له وجې د مړینو کچه شپږو تنو ته رسیدلې او پر دغه ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمیر ١٠٠ تنو ته لوړ شوی.

د امریکا د عامه روغتیا د خدماتو د ادارې رئیس جیروم ادمس، د سه شنبې په ورځ، مارچ ٣ وویل: "باید مراقب اوسوو او د خپلې ساتنې لپاره مناسب تدابیر ونیسو. مونږ باید ونه ډاریږو، دمخه مو هم دا ډول شیان تیر کړي دي".

په امریکا کې د کروناویروس د پراخیدو په اړه د خبرونو له خپریدو وروسته په پلورنځیو کې موجود ماسکونه یو دم خرڅ شول او یو شمیر خلکو زیات شمیر ماسکونه واخسیتل.

ښاغلي ادمس له خلکو وغوښتل چې د اړتیا په اندازه ماسکونه واخلي او له ذخیره کولو څخه یې ډډه وکړي چې نور ښاریان له کمبود سره مخامخ نشي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، د دوشنبې په ورځ وویل چې په امریکا کې د کروناویروس د اکثرو پیښو اخته کسانو دغه ناروغي له نورو هیوادونو څخه امریکا ته له ځانه سره راوړې ده او یواځې ۴٠ پیښې یې دننه په امریکا کې خپرې شوي دي.

کروناویروس چې د ٢٠١٩ کال په پای کې د چین د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې رامنځ ته شو تر اوسه ٧٠ هیوادونو ته پراخ شوی دی او د شاوخوا ٣١٣٠ کسانو د مړینې سبب شوی دی. پدغو هیوادونو کې پدې مرض باندې د اخته کسانو شمیر د ٩٦ زرو څخه اوښتی دی.

د کروناویروس د تلفاتو زیاته شمیره په چین کې ثبت شوې ده. د سه شنبې تر ورځې، مارچ دریمې پورې په چین کې ۲۹۴۶ تنه مړه شوي چې په ډیر یې د ووهان ښار اوسیدونکي و.

د وروستیو راپورونو په اساس، چین کې پدې مرض باندې د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۸۰۴۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG