د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تیره ورځ د کروناویروس په وجه ۷ تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۷ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۳۳۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۷۱۶۲ تنو ته پورته شوو.

له دغو پېښو څخه ۷ په کابل، ۱۸ هرات، ۲ کندهار، ۹ بلخ، ۳ننګرهار، ۱ بادغیس، ۱ لوګر، ۳ نیمروز، ۱پروان او ۱۱ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت همدارنګه زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په درې ولایتونو، هرات، بلخ او بادغیس کې د کروناویروس له امله ۷ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۲۸ تنو ته پورته شوو.

په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا له ویروس څخه ۱۸۱ تنه بیرته جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۲۲۸تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شو او وروسته نورې نړۍ ته هم پراخ شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۱۳زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG