د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا درېیمه څپه؛ کابل کې بل ۱۰۰ بستریز روغتون پرانستل شو 


د کروناویروس د پيښو په زیاتیدو سره نن د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (غبرګولي ۹) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې یو بل سل بستریز روغتون د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره پرانیست.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح وايي، چې په افغانستان کې د کروناویروس په درېیمه څپه کې په ټول هیواد کې د دغې وبا د مثبتو پيښو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

ډاکټر وحید مجروح وویل، چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د زیاتېدو بهیر ته په کتو حکومت پریکړه کړې، چې لږ تر لږه په لومړي پراو کې درې نور روغتونونه د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي کړي.

ښاغلي مجروح د یکشنبې به ورځ د کابل ښار د قصبې په سیمه کې د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د یو ۱۰۰بستریز روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په کابل کې د کروناویروس د پیښو د زیاتېدو له امله یې دا روغتون پرانیستی دی.

ښاغلي مجروح وویل: "د قصبې د ۱۰۰ بستره روغتون پرانیستل یو د هغو اقداماتو څخه دی، چې د کرونا ېیښو موجودو شمېرو مونږ اړ کړي یو، چې کابل کې د افغان- جاپان په روغتون باندې اکتفا ونکړو . نن په دغه روغتون کې چې محترمې رسنۍ به شاهدانې وي د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره امکانات او وسایل برابر شوي دي."

ډاکټر مجروح وویل، که د کرونا ویا د پېښې همداسې روانې وي، نو ژر به یو ۵۰ بستریز روغتون د احمدشاه بابا په مینه کې او بل ۱۰۰ بستریز روغتون د کابل په لویدیځ کې هم پرانیزي.

هغه وویل، حالات له دې هم خراب شي، نو بیا به د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې له خوا نوي جوړ شوي پنځه روغتونونه هم د کرونا ویروس ناروغانو ته ځانګړي شي او د هغه په وینا که اړتیا زیاته شي، نو ټول روغتونونه به د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي شي.

ښاغلي مجروح وویل: " ... ترکومه، چې ډاکټر ساه اخلي ستاسو په خدمت کې دی. خو له تاسو ، چې کومه تمه لرم داده، چې یوازې ماسک واغوندئ. وګورئ مونږ له ژوند تیر یو خو له تاسو غواړو، چې یوازې ماسک وکاروئ د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې د ګډون څخه ډډه وکړئ."

د عامې روغتیا وزارت د تېرې اونۍ شمېرې ښي چې د تېرې یکشنبې له ورځې تر ننپورې ۵۹۶۱ تنه د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي، چې په دغه موده کې ۱۲۳۷ تنه له دغې ناروغۍ بېرته ښه شوي او ۱۱۷ تنه نور د کرونا پر ناروغۍ مړه شوي دي.

افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې د کروناویروس وبا خپره شوې، چې نن د یکشنبې تر ورځې پورې۷۱۶۹۰ تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي، ۵۷۴۵۰ تنه له دغې بیرته ښه شوي او ۲۹۴۴ تنه د کرونا پر ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG