د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست ولایت کې د مخدره موادو سره د مبارزې نوې تګلاره پلې شوې


په خوست ولایت کې د مخدره موادو سره د مبارزې نوې تګلاره پلې شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د خوست والي چې دلته يې خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې د مخدره موادو د خرڅلاو د مخنيوي او د استعمال کچې د راکمولو په خاطر يې د امنيتي او ځينو ملکي ادارو ګډ کمېسيون جوړ کړی.

والي محمد حليم فدايي وايي، دغه کمېسيون لومړی د نشه يي توکو د خرڅلاو مرکزونه تثبيتوي او بيا يې امنيتي ځواکونه د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات کوي.

محمد حليم فدايي٬ د خوست والي وويل: ”له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره موږ د نشه یي توکو پرضد د مبارزې رياست، امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت ګډ کمېسيون جوړ کړی دی. موږ په دې کار کوو چې دقيق ځايونه تثبيت شي او اساسي غم يې وخوړل شي.‟

دا ګام وروسته له هغه اخيستل کيږي چې په دې وروستيو کې په خوست کې د نشه يي توکو د کاروبار او په دغو موادو د روږدو کسانو د شمېر زياتېدو په اړه د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.

ښاغلی فدايي له خلکو وغوښتل چې د نشه یي موادو د خرڅلاو د تثبیت سربیره له نشې څخه د خپلو اولادونو په ژغورلو کې هم خپل مسؤليت ترسره کړي.

په خوست کې د نشه يي توکو توليد او کرکيله نشته، خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته د نشه يي موادو د قاچاق له کبله په دغه ولايت کې د روږدو کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

XS
SM
MD
LG