د لاس رسي وړ اتصالات

د هر معتاد لپاره د یو نیالګي د کینولو کمپاین


د هر معتاد لپاره د یو نیالګي د کینولو کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د کابل ښار اوسیدونکي ملک اکبر، د اعتیاد د مخنیوي لپاره دا ځل د دغه ښار له پُل سوخته سیمې څخه، چې سلګونه معتادین په کې دیره دي، د "هر معتاد لپاره د یو نیالګي کینولو" کمپاین پیل کړ.

ملک اکبر په تیرو شپږو کلونو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې زرګونه نیالګي کینولي، خو له پروسږکال راهیسې یې د نیالګیو د کینولو له لارې د اعتیاد پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

ښاغلي اکبر امریکا غږ ته وویل، چې په ۱۳۹۷ کال کې یې په کابل کې دوه نیم زره نیالګي کینول او سږکال نیت لري چې زرګونه نور نیالګي هم د کابل په هغو سیمو کې کینوي، چې په کې معتادین دیره دي او مخدره مواد استعمالوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (وري ۷مه) له لسګونو نیالګیو سره د پُل سوخته سیمې ته راغلی وو او له معتادینو څخه یې وغوښتل، چې له نشو څخه لاس واخلي.

ملک اکبر دا کمپاین په خپل شخصي لګښت او د یو شمیر ملګرو په مرسته پیل کړی او تصمیم لري، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او له مخدراتو څخه د ځوانانو د ژغورنې لپاره، د نیالیګو د کینولو دې لړۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG