د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې څه باندې ۱۳ ټُنه نشه يي توکي سوځول شوي


ننګرهار کې څه باندې ۱۳ ټُنه نشه يي توکي سوځول شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

ننګرهار کې چارواکي وايي د شنه يي توکو پر وړاندې یې مبارزه تونده کړې او همدا تېره اونۍ یې هم دیارلس ټنه بېلابېل نشه يي توکي وسوځول چې شپږو میاشتو کې یې راټول کړي وو.

د ننګرهار والي شامحمود میاخېل وايي ددغه دیارلس نیم ټنه نشه يي توکو د قاچاق او استعمال په تور سلګونه کسان هم نیول شوي چې دوسیې یې په محکمو او څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې عمومي عملیاتي مشر جنرال عصمت الله بلوڅ چې جلال اباد ته راغلی و، وایي، په تېر یو کال کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر شپږ سوه ټنه ډېر نشه توکي نیول شوي او پدې ارتباط څه دپاسه ۳۲۰۰ کسان توقیف شوي دي.

هغه وايي په نیول شویو کې لوی قاچاقبران هم شامل دي او دغه برخه کې د نشه يي توکو ډېر نور لوی کاروباریان هم په نښه شوي چې ژر به ونیول شي.

XS
SM
MD
LG