د لاس رسي وړ اتصالات

جعلي توکي هرکال اروپا ته ۱۶ میلیارد یورو زیان رسوي - راپور


د جرمني د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د ګمرکاتو د دفتر د کلني خبري کنفرانس په جریان کې د لویو برانډونو په شکل جوړ شوي جعلي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د جرمني د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د ګمرکاتو د دفتر د کلني خبري کنفرانس په جریان کې د لویو برانډونو په شکل جوړ شوي جعلي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د اروپايي اتحادیې د فکري ملکیت دفتر (EUIPO) د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل چې جعلي محصولات په ځانګړي ډول جامې، د اروپا اقتصاد ته په کال کې ۱۶ میلیارد یورو تاوان اړوي او له امله یې نږدې ۲۰۰ زره دندې له منځه ځي.

ددې ادارې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ موندنې ښيي چې جعلي توکي د جامو سکتور ته ترټولو لوی زیان رسوي، چې په کال کې ۱۲ میلیارد یورو (۱۳.۱ میلیارد ډالر) ته رسیږي، چې ددې سکتور ۵.۲ سلنه عاید جوړوي.

د سینګار جعلي توکي د اروپا اقتصاد ته د کاله درې میلیارد یورو زیان رسوي، په داسې حال کې چې د لوبو جعلي وسایل د یو میلیارد یورو تاوان لامل ګڼل کیږي، که څه هم د EUIPO ادارې خبرداری ورکړی چې "جعل کول، لکه د هر بل غیرقانوني فعالیت په څیر، په دقیقه توګه نشي اندازه کیدی."

دا تخمین د پولیسو له خوا د نیول شويو جعلي توکو او د اروپايي ټولنې په مختلفو هېوادونو کې د هغو خلکو د څرګندونو پراساس شوی چې د جعلي توکو په پیرودلو اعتراف کوي.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې یوې څیړنې وموندله چې د اصلي توکو د لوړ قیمت په صورت کې، یو پر دریمه برخه اروپایان د جعلي توکو پیرودل د منلو وړ ګڼي، چې ددغه نظر لرونکو پوښتل شویو اروپایانو تر نیمايي زیاته برخه ځوانان جوړوي.

د جعل کولو لویه برخه یوازې د اروپايي ټولنې په پنځو غړو هېوادونو (جرمني، فرانسه، ایټالیا، هسپانیه او اتریش) کې رامنځته شوې، چې د جعلي توکو د مجموعي اندازې تر نیمايي زیات زیان ګالي.

د خپلو موندنو پراساس د EUIPO ادارې وویل چې د جعلي توکه له کبله جرمني په کال کې شاوخوا ۴۰ زره دندې له لاسه ورکوي، ایټالیا ۲۴ زره دندې بایلي او فرانسه او هسپانیه هر یو د کاله ۱۵ زره دندې له لاسه ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG