د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې په لسگونو کسان په تقلبي شرابو مړه شوي


په هند کې غیر قانوني الکول ستره سوداگري شوې ده
په هند کې غیر قانوني الکول ستره سوداگري شوې ده

هندي مقامات وایي د متانول لرونکو زهرجنو شرابو د څښاک په وجه لږ تر لږه ٣٩ کسان مړه شوي دي.

چارواکو د شنبې په ورځ (فبرورۍ ٩) وویل چې ٢٧ نور ددغو مشروباتو د څښاک په وجه روغتون ته انتقال شوي دي.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي اشوک کمار وویل چې په دوو ځانگړو پیښو کې ٢٦ تنه د "اوتارپرادیش" په ایالت کې او ١٣ تنه نور په گاونډي ایالت "اوتارخاند" کې مړه شوي دي.زیات مړي د "بال پور" په نامه کلي خلک دي.

ښاغلي کمار وویل چې د عدلي طب لومړنۍ ارزونې ښیي هغه الکول چې دغو کسانو څښلي په کې متانول موجود وو.

پولیسو تر اوسه ٨ تنه الکول خرڅونکي د پیښې په ارتباط نیولي دي او ایالتي حکومت د ١٢ پولیسو په گډون ٣٥ چارواکي له کاره گوښه کړي دي.

په هند کې د غیر قانوني الکولو د څښلو په وجه مړینې ډیرې کیږي، ځکه یو دلیل یې د خلکو ناداري او بیوزلي ده چې د قانوني الکولو د اخیستلو توان نلري.

په هند کې د غیر قانوني او بې کیفیته الکولو خرڅلاو په یوې سترې او گټورې سوداگرۍ بدل شوی دی. ددې ډول الکولو خرڅونکي پرته له دې چې مالیه ورکړي دغه مشروبات په ارزانه بیه خرڅوي.

XS
SM
MD
LG