د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیر ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان ۷۰ تنه تازه په کرونا اخته شوي او شپږ نور مړه شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ د مې ۱۴ (غويي ۲۴) رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د افغانستان په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کروناویروس ۵۶۶ شکمن سمپلونه ارزول شوي، چې له دې شمېرې ۷۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.
په افغانستان کې د کروناویروس د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۶۳زره او ۴۱۹ ته او د مړو شویو شمېر دوه زره او ۷۳۶ ته رسېدلی دی.
خو د روغتیا وزارت ویلي چې په دې موده کې ۵۴زره او ۶۳۴ ناروغان بیرته ښه شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د کوچني اختر له پیل څخه یوه ورځ مخکې په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د پیل خبر ورکړ او له عامو خلکو څخه یې وغوښتل چې د اختر په ورځو کې ټولې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول رعایت کړي.
د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.
د امریکا د جانز هاپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې کابو ۱۶۱ میلیونه او ۲۲۵زره کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې نږدې درې میلیونه او ۳۴۶زره مړه شوي دي.