د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس؛ د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۵۹ ته لوړ شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۶۲ شکمنو سمپلونو له ارزونې وروسته ۴۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د کروناویروس په اړه د دغه وزارت تازه معلومات چې د چهارشنبې په ورځ د اګست ۱۹ (زمري ۲۹) خپاره شوي ښيي چې د نویو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا په ویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمیر ۳۷۷۵۹ ته لوړ شوی دی.

په تازه ثبت شویو پېښو کې تر ټولو زیاتې یې په هرات ولایت کې ثبت شوي چې شمیر یې ۲۸ ته رسېږي. په فراه کې شپږ، بادغیس کې درې، بلخ کې دوه او په ننګرهار کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تنه د کروناویروس له امله مړه شوي چې ورسره په افغانستان کې د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۳۸۲ ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت معلومات همداشان ښيي چې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو له شمېرې ۳۷۳۱۶ تنه بېرته له دغې ناروغۍ ښه شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دغه هېواد له کروناویروس د مبارزې په برخه کې "ډېر ښه" فعالیت کړی چې پر وینا یې اوس د دې ویروس د خپرېدو کچه په افغانستان کې مخ په ځوړ ده.

ښاغلي صالح په خپل ټویټر کې لیکلي: "هېواد اوس د ارامتیا پړاو ته دننه شوی دی. اوس ټولنه له دردونو څخه نه ژړېږي".

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په مرکز ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د چهارشنبې تر ورځې د اګست ۱۹ (زمري ۲۹) په نړۍ کې له ۲۲ میلیونو زیات وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۷۸۱زره تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG