د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس د ۱۲۳ تازه مثبتو پېښو ثبت


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۱۲۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) امریکا غږ ته وویل چې د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمیر ۴۱زره او ۲۸۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د ښاغلي تره‌کي په وینا په تیره یوه شپه او ورځ کې درې تنه له کروناویروس څخه مړه شوي او دوه تنه بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۱۵۳۲تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او کابو ۳۴زره او ۲۴۰ تنه ترې بېرته ښه شوي دي.

د دغه وزارت موندنې ښيي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې یو ځل بیا مخ په زیاتېدو دي او تر ټولو زیاتې پېښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبتېږي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وروستي معلومات ښيي چې د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) په نړۍ کې څه باندې ۴۴.۵۱ میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي او له دې شمېرې له یو میلیون او ۱۷۵ څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG