د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۴۸۴ ته ورسید


د عامې روغتیا وزارت نن د پنجشنبې په ورځ د وري یوویشتمه په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا د ویروس د ۴۰ تازه پیښو د ثبت خبر ورکړی، چې ورسره په دغه هیواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۴۸۴ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز خبریالانو ته وویل، چې تراوسه د کرونا پر ناروغۍ ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ تنه د درملنې وروسته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د کرونا د ویروس مثبتې پیښې ثبت شوي، چې ترټولو زیاتې یې په هرات، کابل او کندهار کې دي.

په کابل او هرات ښارونو کې د کرونا د ویروس د پیښو د زیاتیدو وروسته د تیرو دوو اونیو راهیسې د ورځې له خوا د خلکو پر تګ راتګ باندې بندیز لګیدلی دی.

د عامې روغتیا وزیرداکټر فیروالدین فیروز خبریالانو ته وویل، چې په کابل کې د کروناویروس د مشکوکو پیښو د نمونې یا سمپل د اخیستلو لپاره به د دغه ښار په بیلابیلو برخو کې تر ۲۲ پورې مرکزونه پرانیځي.

تراوسه دا کار د افغان – جاپان په روغتون کې، چې د کروناویروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی ترسره کیده.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن پنجشنبې د ورځې تر سهار اپریل ۹ ( وري ۲۱) پورېاته اتیا زره او ۵۶۶ ناروغان پر دغې نارمغۍ د اخته کیدو له امله مړه شوي دي.

همداشان پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمیر هم نږدې یو نیم میلیون کسانو ته رسیدلی دی.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG