د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ تایلنډ کې د "سکس کاروبار" د سقوط سره مخامخ دی


سکس په تایلنډ کې تر ټولو د لوړ عاید کاروبار بلل کیږي
سکس په تایلنډ کې تر ټولو د لوړ عاید کاروبار بلل کیږي

د کروناویروس له کبله د تایلنډ د نورو اقتصادي برخو تر څنګ د سکس/فحشا تجارت او کاروبار هم خورا زیانمن شوی او خراب شوی دی.

د تایلنډ د چیانګ مای ښار چې د سیلانیانو د سیاحت او تفریح یوه ښکلې سیمه وه، اوس په کې د کروناویروس د خپرېدو له ویرې هر څه بند دي.

په دغه ښار کې سلګونه نایټ کلپونه، د نڅا ځایونه، مۍ خانې، د مساج او سکس/فحشا مرکزونه وو او له دې لارې به د تایلنډ اقتصاد ته د کال میلیاردونه ډالر ورتلل.

سکس د تایلنډ د چیانګ مای د ښار تر ټولو د لوړ عاید کاروبار بلل کېده.

د سکس د مرکز یوې کارکوونکې نوپ چان چې نغواړي پوره نوم یې خپور شي، وايي‌ چې تر کرونا مخکې به یې په آسانه د میاشتې ۲۳۰ ډالره عاید درلود، خو اوس حیرانه ده چې خپل ورځني لګښتونه څنګه پوره کړي.

دا وايي چې د نیا او دوه وروڼو د نفقې مسولیت یې ترغاړې دی. هغه وايي چې د غاړې هار، غوږوالۍ، ګوتمې او نور سره زره یې ګرو کړي دي.

د سکس د مرکزونو یو شمېر کارکوونکې هغه ښځې دي‌ چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني‌اسناد نلري.

په تایلنډ کې د سکس د کاروبار یوه ملاتړې ټولنه وايي‌ چې د دغې برخې ډېر کاروباریان اوس بېکاره دي او د خپلو جیبونو څخه لګښت کوي. په دوی کې ځینې داسې هم شته چې کور او سرپناه نلري او د ښار په لېرو پرتو سیمو او تپو کې د ژوند له ابتدايي اسانتیاو پرته شپې او ورځې سبا کوي.

همدغه راز د دوی په ډله کې داسې ښځې هم شته چې د کروناویروس د اخته کېدو د خطر سره-سره بیا یې هم له مجبوری خپل کار روان ساتلی دی.

د تایلنډ حکومت یو شمېر هغو کسانو سره چې د کروناویروس له کبله یې کاروبارونه له لاسه ورکړي، اقتصادي مرستې کوي. خو سکس په تایلنډ کې یو ډول غیرقانوني کار دی او له همدې کبله د دغې برخې له کارکوونکو سره حکومت مرستې نکوي.

د تایلنډ د رسمي معلوماتو په اساس په ۲۰۰۳ کې په دغه هېواد کې د سکس تجارت او کاروبار ۴.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و.

د تایلنډ یو سیاستوال چې اوس د مساج یو مرکز لري وايي ‌چې په ۲۰۱۲ کې د دغه کاروبار اندازه ۶.۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

په همدې حال کې د تایلنډ حکومت اعلان کړی دی چې د جولاۍ په لومړۍ نېټه به قرنطین ختموي. تایلنډ چې څه باندې ۶۹میلیون نفوس لري، د کرونا له کبله تر دې دمه ۵۷ تنه په کې مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نور پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۳۶۰زره انسانان مړه کړي او څه باندې ۵.۸ میلیون نور انسان په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG