د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه


د افغانستان دپاره کریم جنت تر ټولو ډیرې په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې، د توپ اچونې په برخه کې یې د اماراتو یو لوبغاړی وسوځاوه او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شو.
د افغانستان دپاره کریم جنت تر ټولو ډیرې په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې، د توپ اچونې په برخه کې یې د اماراتو یو لوبغاړی وسوځاوه او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن پنجشنبه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) له متحده عربي اماراتو سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د پنځه ویکټو په توپیر وګټله.

په ابوظبهۍ کې د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. اماراتو په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دغه هدف په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې کریم جنت تر ټولو ډیرې په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې، د توپ اچونې په برخه کې یې د اماراتو یو لوبغاړی وسوځاوه او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د افغانستان ویکټ ساتونکی افسر ځاځی هم ښه وځلېد او په ۴۰ توپونو یې ۴۸ منډې وکړې. د افغانستان کپتان او توپ اچوونکي راشد خان د اماراتو دوه لوبغاړي وسوځول.

د اماراتو توپوهونکي، رضوان په ۴۱ توپونو ۴۸ منډې او محمد وسیم په ۳۵ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان او اماراتو تر منځ د لوبو د روانې لړۍ دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ او دریمې لوبه د یکشنبې په ورځ تر سره شي.

XS
SM
MD
LG