د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ویسټ انډیز څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله


د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ نن یکشنبه (نومبر۱۷) افغانستان ۲۹ منډو وګټله.

پچه افغانستان وګتله او لومړی یې د بیڼګ/ توپ وهلو پریکړه وکړه او په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو یې د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.

په دغه لوبه کې حضرت الله ځاځی په صفر اوټ شو، خو ملګري یې رحمان الله ګربز ډیره ښه لوبه وکړه او ۷۹ منډې یې وکړې.

همدا شان اصغر افغان ۲۴، نجیب الله ځدراڼ ۱۴، محمد نبي ۱۵، کریم جنت ۲،ګلبدین نایب۴،ابراهیم ځدراڼ ۱، نوین الحق ۲ او راشد په صفر اوټ شو.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۷ منډې وکړې.

له دې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو لوبو سیریز وګاټه.

د دې لوبو نه وړاندې ویسټ انډیز د یو ورځینیو لوبو لړۍ له افغانستان نه ګټلې وه.

له ویسټ انډیز سره د افغانستان د ټست لوبه څو ورځې وروسته پيلیږي. افغانستان د دې لوبو کوربه دی چې د هند د لکنو په ښار کې کیږي.

XS
SM
MD
LG