د لاس رسي وړ اتصالات

پر کونړ د "پاکستان پوځ" په برید کې دوه ماشومان وژل شوي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد د ډیرو غرنیو سیمو څخه تیر شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد د ډیرو غرنیو سیمو څخه تیر شوی دی.

د کونړ په ولایت کې امنیتي ادارو چارواکي وايي تیره شپه (زمري ۳۰ مه)د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د ډیورنډ د کرښې له پاکستاني غاړې په ویشتل شوو توغندیو ډزو کې دوه نجونې وژل شوي او یو سړی ټپي شوی دی.

د کونړ چارواکي وايي د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه د کونړ په سرماڼو ولسوالۍ د توغندیو په تازه بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه دوه بجې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ سیمه باندې له پاکستاني غاړې نه یو شمېر توغندي ویشتل شوي چې یو یې پر یو کور لګېدلی، دوه ماشومان پکې وژل شوي چې دواړه نجونې دي او یو کس پکې ټپي دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم هم دغه پېښه تاید کړې او وايي وژل شوي او ټپیان د یو کور غړي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې له هغې غاړې څخه توغندیز بریدونه کیږي، افغان چارواکي وايي چې دغه بریدونه پاکستاني نظامیان کوي، خو پاکستاني چارواکي ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت دغه ادعاوې ردوي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې یو اوسېدونکي فقیر الله امریکا غږ ته وویل" زموږ په سیمو وخت ناوخته بریدونه کیږي، اکثره خلک له دې سیمو وتلي، موږ بل ځای نه لرو بس ورته ناست یو او له مرګ سره لوبې کوو".

پاکستان لا تراوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG