د لاس رسي وړ اتصالات

د کروشیا ولسمشرې افغان مشرانو سره پر سولې او ترهګرۍ خبرې وکړې


ارګ وايي دواړو مشرانو پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې
ارګ وايي دواړو مشرانو پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې

د کروشیا ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتارویچ له ولسمشر اشرف غني‌ او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره لیدلي‌‌ او په روانو حالاتو یې خبرې کړي دي.

د ارګ اعلامیه وايي چې هغې د یکشنبې په ورځ (اګست۲۶) له ولسمشر غني سره "د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې، اوربند، ترهګرۍ ضد مبارزې، راتلونکو ټاکنو او د هر اړخیزو مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې. "

د کروشیا ولسمشره د یو لوړ پوړي پلاوي سره افغانستان ته تللې ده. نوموړې له ښاغلي‌غني سره تر ملاقات مخکې له اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

د اجرايي ریاست په اعلامیې کې راغلي‌ دي‌ چې دواړو مشرانو د امریکا پر نوې تګلارې، راروانو انتخاباتو، سولې، سیمه ایزو همکاریو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

د کروشیا ولسمشرې له اجرايي‌ رئیس عبدالله سره هم ولیدل
د کروشیا ولسمشرې له اجرايي‌ رئیس عبدالله سره هم ولیدل

د ارګ او اجرایي ریاست اعلامیې وايي‌ چې د کروشیا ولسمشرې کولیندا ګرابار کیتارویچ ژمنه وکړه چې هېواد به یې د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

کروشیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ عسکر او پوځي مشاوران لري چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي. دوی د مزار شریف په ښار کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG