د لاس رسي وړ اتصالات

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان: له افغانستان څخه امنیتي ګواښونه لا په خپل ځای دي


 د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چارواکو په پرله پسې ډول له افغانستان څخه ددغه سازمان غړو ته امنیتي ګواښونو یادونه کړې، خواکثرو دغو هیوادونو طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي. (عکس ارشیف).
د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چارواکو په پرله پسې ډول له افغانستان څخه ددغه سازمان غړو ته امنیتي ګواښونو یادونه کړې، خواکثرو دغو هیوادونو طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي. (عکس ارشیف).

د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي وضعیت پر سر د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د مشرانو د غونډې سره هممهاله ددغه سازمان عمومي منشي ویلي چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړي هیوادونه لا هم له افغانستان څخه د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

ټاکل شوې چې ددغه تړون د غړو هیوادونو مشران د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۸ (لیندۍ اتم) د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي یمان ‌قلي تاسماګامبتوف د چهارشنبې په ورځ د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد د امنیت د ټینګیدو په وړاندیز باندې هم غور وشي.

د یمان قلي د وینا پراساس د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هیوادونو امنیت ته جدي ګواښونه پر خپل ځای پاتې دي.

هغه وویل: "د افغانستان له خاورې څخه د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته د جدي ګواښونو لپاره منابع پر ځای پاتې دي د دغو ګواښونو پر وړاندې د سازمان د غړو هیوادونو د ساتنې لپاره په لوړه کچه د مجموعۍ اقداماتو یو وړاندیز په پام کې نیول شوی دی".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو په پرله بسې ډول له افغانستان څخه دغو هیوادونو ته د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په ګډون د تروریستي ډلو له خوا د امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنې څرګندې کړي او ددغو اندیښنو د ارزولو لپاره یې غونډې هم جوړې کړي دي.

ددې دمخه د منځنۍ اسیا د هیوادونو ځینو چارواکو له افغانستان څخه دغو هیوادونو ته د تروریزم، افراطیت د خپریدو، نشه يي توکو قاچاق د زیاتیدو او د سرحدونو په اوږدو کې د نورو غیرقانوني فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي و چې دا اقدامات به پر سیمه باندې منفي اغیزې وکړي.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د غړو د ځینو هیوادونو د چارواکو له خوا په افغانستان کې امنیتي ګواښونو په اړه د اندیښنو د څرګندولو سره سره ددغه سازمان اکثرو غړو هیوادونو د طالبانو د حکومت سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلي دي.

د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړو د لوړ پوړو چارواکو د امنیتي مسلو د ارزولو لپاره دا غونډه په داسې حال کې تنظیم کړې چې د راپورونو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر د میاشتې په نیمايي کې له افغانستان څخه په یو برید کې د تاجیکستان د شمس الدین شاهین په ولسوالۍ کې یو چینايي وګړی وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو.

د سرچېنیو د معلوماتو له مخې، برید هغو وسله والو کړی چې د افغانستان له سرحد څخه اوښتي وو، خو لا معلومه نه ده چې ایا دا بریدګر د نشه يي توکو په قاچاقو کې دخېل جنایتکاران وو که د تروریستي ډلو غړیتوب یې درلود.

دوو سرچېنو د نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) د ازادۍ راډیو انګلیسي څانګې ته دا خبر تائید کړی، خو د تاجیکستان مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تاجیکستان د شمس الدین شاهین سیمه له افغانستان سره ګډ سرحد لري چې وخت ناوخت په کې د قاچاقي ډلو او وسله والو ګروپونو غړي تګ راتګ کوي.

د طالبانو حکومت د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي یمان ‌قلي تاسماګامبتوف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو ددې دمخه د دغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې افغانستان کې اوس مهال خپلسرې ډلې شتون نلري او له افغانستان څخه د نړۍ هیڅ کوم هیواد ته امنیتي ګواښ متوجه نه دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا د ډیرو هیوادونو سره " ښې دپلوماتیکي" اړیکې لري او طالبانو دغو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه ورته هیڅ ګواښ متوجه نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG