د لاس رسي وړ اتصالات

ښځې په ټولنیزو رسنیو زیاتې ځورول کیږي؟


په تیرو لسو کلونو کې د سوشل میډیا او یا د ټولنیزو رسنیو استعمال د نړۍ د نورو ملکونو په څیر د پښتنو په سیمو کې هم زیات شویدی.د ټولنیزو رسنیو استعمال که یوې خوا ته گټې لري نو بلې خوا ته ځینې مسلې او یا تاوانونه هم لري.

هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو د سیاست او د ټولنې سره د تړلې موضوگانو په اړه خپل نظر د نړۍ سره شریک کړي،مخالفه نظر لرونکي ورته اکثر د دلیل په ځایې سپکې سپورې او یا کنځا کوي.

د امریکاغږ پښتو څانگې دغې مسلې ته د هغو ښځو د نظر نه کتنه کړېده چې په ټولنیزو رسنیو زیات فعالیت کوي او دوي وایي چې په ټولنیزو رسنیو خلک د زغم نه بیخې کار نه اخلي خو په خاصه توگه د ښځو په وړاندی.

د پیښور پوهنتون پروفیسره نورین نصیر آنلاین ځورونو ته د ښځو د کنټرولولو لپاره روحي فشار بولي، هغې امریکاغږ ته وویل چې په ټولنیزو رسنیو د خلکو رویه د ټولنې انځور وړاندې کوي خو وایي چې د دغه ډول چلند پایلې به ډیرې بدې وي "دا دومره خطرناکې پایلې لري چې ځینې کسان په روحي ناروغۍ اخته کولی شي."

د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې په وروستیو څو کلونو کې د ځورونو خلاف مبارزه پیل شویده چې پکې گڼ شمیر میرمنو خپلې بدې خاطرې شریکې کړیدي. مونا اورنگزیب چې په سیاست او ټولنیزو مسایلو لیکل کوي، هم په دغه مسلې لیکل کړیدي او وایي چې پکار ده، پښتنو ښځو ته په ټولنیزو رسنیو ځای ورکړل شي او د هغوي ځورول بند شي. هغه وایي چې په ټولنیزو رسنیو اکثر د ښځو د دلایلو ځواب د سپکو کنځلو سره ورکول کیږي.

اغلې مونا اورنگزیب زیاتوي چې د ټولو نه مخکې د ښځو په جنسیت حمله کیږي. "ځورول چې مخامخ وشي او یا په انټرنیټ وشي، یوه ډیره بده طریقه ده. زه د یو لیکوالې په توگه دا احساسوم چې کله خلک زما د خبرې ځواب په دلیل نشي راکولی نو هغه کنځل ویل پیل کړي. هغوي ما ته وایي چې ته ښځه یې نو ځکه پوهه نه لری."

په کاناډا کې میشته پښتنه فعاله نادیه یوسفزۍ وایي چې ځینو خلکو ته په انټرنیټ د ښځو د وجود زغمل هماغه شان مشکل دی څومره چې ورته د ښځو زغمل په اصل ژوند کې مشکل وي نو ځکه ښځې په خاصه توگه زمونږ په ټولنه کې زیاتې ځوورل کیږي.

اغلې یوسفزۍ وایي "پکار ده په فیس بک او یا ټویټر ښځو ته د کنځلو او سپکو سپورو ویلو ضد یوه پیاوړې مبارزه وشي. خلک پدې پوهه شي چې دا په انسان ډیر بد روحي اثر لري. د سایبر او یا انټرنیټي ځورونو نه باید نور لاس واخیستل شي."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG