د لاس رسي وړ اتصالات

چک جمهوریت افغان ترجمانانو ته پنا ورکوي


د چک جهوریت د پلان په اړه نور جزیات ندي ورکړي.
د چک جهوریت د پلان په اړه نور جزیات ندي ورکړي.

د چک جمهوریت هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د دې هیواد د پوځیانو سره کار کړی وي، د مالي مرستو او پنا ورکولو پلان منظور کړ.

د چک جمهوریت د دفاع وزیر لوبومر میتار دغه اعلان نن جمعه جولای ۳۰ (چنګاښ۸) په ټویټر کې کړی.

هغه لیکلي، " دا موضوع محرمه ده. مونږ د دې خلکو د خوندیتوب په خاطر نشو کولی چې نور جزیات ورکړو. "
د پنا ورکولو او مالي مرستو پدې پروګرام کې د افغان ژباړونکو او نورو همکارانو کورنۍ هم شاملې دي.

په همدې حال کې په چک کې مطبوعاتو ویلي چې د دې پروګرام د لارې ښایي شاوخوا ۳۰ افغانان چې ډیری یې ژباړونکي دي، د خپلو کورنیو سره شامل وي.

د چک پوځ د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې کار کاوه او پدې جګړې کې یې ۱۴ عسکر وژل شوي هم دي.

د چک جمهوریت تر څنګ متحده ایالات او یو شمیر نور هیوادونه هم هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو سره کار کړی وي، د پنا ورکولو پروګرامونه لري.

ډیری دا افغانان ویره لري چې که طالبان بیا واک ته ورسیږي په دوي به د غچ اخیستو په خاطر بریدونه وکړي.

ویل کیږي چې شاوخوا ۲۰ زرو افغانانو چې د امریکایي ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی، د مهاجرت ځانګړو ویزو ته یې نوم لیکنه کړې.

XS
SM
MD
LG