د لاس رسي وړ اتصالات

روهرابکر ټاکنې وبایللې


دانا روهرابکر د جنرال دوستم نژدې ملګری دی
دانا روهرابکر د جنرال دوستم نژدې ملګری دی

دانا روهرابکر د جنرال دوستم ټینګ ملګری او پلوی و، خو د دوستم دفتر وايي له امریکا سره اړیکې به تودې وساتي.

دانا روهرابکر تر ۱۴ کالو وکالت وروسته د کانګرس ټاکنې یوه دموکراټ سیال ته وبایللې.

د امریکا د کانګرس دغه جمهوري غوښتونکی غړی چې د ولسمشر دونالد ټرمپ له تګلارو یې کلک ملاتړ کاوه، د تیرې ورځې په ټاکنو کې د یو سلنه رایو په توپیر کې، دموکرات رایلي رودا ته د کالیفورنیا ایالت د ۴۸ حوزې استازیتوب وبایله.

۷۱ کلن روهرابکر د افغانستان له چارو سره ډیره علاقه لرله او په ډیر بربنډ ډول یې د جنرال دوستم ملاتړ کاوه.

د جنرال دوستم د جنبش ګوند ویاند احمد ته ینج امریکاغږ ته وویل "سره له دې چې په لنډ وخت کې به د امریکا په کانګرس کې د ښاغلي روهرارباکر په څېر ملګري پیدا نکړو، خو له امریکا سره زموږ ملګرتیا دوامداره ده."

ښاغلي ته ینج وویل چې روهراباکر تر ډېرو نورو سیاستوالو افغانستان ښه پېژنده.

له هغه وروسته چې په ۲۰۱۶ کال کې جنرال دوستم ته امریکا ویزه ورنکړل شوه، ښاغلي روهرابکر د دې کار سخت مخالفت وکړ او واشنګټن پست ته یې ولیکل "له دوو لسیزو راهېسې جنرال دوستم پېژنم، دا د امریکا په ګټه ده چې دا مجرب جنګي مشر په خپله خوا وساتي. د ویزې په نه ورکولو موږ د هغه سپکاوی وکړ."

روهراباکر په افغانستان کې د "اقلیتونو د حقونو او فدرالي نظام" کلک ملاتړی و او د ښاغلي ته ینج په خبره همدا علت و چې د جنرال دوستم ښه ملګری شو.

د ښاغلي روهرابکر د ناندریزو خبرو له کبله، په ۲۰۱۱ کال کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي افغانستان ته د هغه پر ورتګ بندیز ولګاوه.

د امریکا غږ یوې خبریالې څه موده مخکې له ښاغلي روهراباکر سره د هغه په دفتر کې مرکه کړې وه. وايي چې د هغه په دفتر کې د افغانستان قالینې غوړول شوې وې او پر دیوالونو یې هم د جنرال دوستم تصویرونه ځړېدلي وو.

هغه د امریکا غږ خبریالې ته ویلي وو چې دا قالینې جنرال دوستم له افغانستان څخه ورته ډالې استولي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG