د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: اکثر خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي


طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان د جمهور رئيس دوهم مرستیال سرور دانش طالبان د ژمنې په ماتولو تورنوي او وايي چې د دغې ډلې اکثره خوشې شوي بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي.

ښاغلي دانش چې د دوشنبې په ورځ د نومبر په نهمه (لړم ۱۹) یوې غونډه کې وینا کوله وویل د افغان دولت له لوري طالبانو ته زیات امتیاز د ورکولو له امله خلک پر حکومت انتقادونه کوي.

هغه زیاته کړه: "د هغو زیاتو امتیازاتو له امله چې دولت د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې طالبانو ته ورکړي نن خلک د افغانستان حکومت تر پوښتنې لاندې راولي... خلک د دې لپاره د افغانستان حکومت مسول ګڼي چې اکثره خوشې شوي کسان د خپلو ژمنو په خلاف بیرته د جګړې ډګرونو ته تللي دي".

د جمهور رئيس دوهم مرستیال دغه راز وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی په ځانګړي ډول د مذاکراتو په بهیر کې د طالبانو له لوري "ړندې" وژنې افغان حکومت ته د منلو نه دي او دا د امریکا – طالبانو ترمنځ تړون څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی او حتی له نورو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي. د ښاغلي دانش په وینا طالبان لا هم په جګړې ټینګار کوي او په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د مسلې پر حلولو باور نه لري.

د جمهور رئيس لومړي مرستیال وویل: "د طالبانو ډله چې هیڅ انعطاف له ځانه نه ښيي د دوحې په مذاکراتو کې د بن‌بست اصلي عاملین دي او په کابو دوه میاشتې مذاکراتو کې د هر ډول پرمختګ خنډ ګرځېدلي دي".

ښاغلي دانش د افغان سولې په بهیر کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان حکومت په بین‌الافغاني خبرو کې د اختلافاتو د حل او له ځنډ پرته د مذاکراتو د پیلېدو غوښتونکی دی.

هغه دغه راز د امریکا له نوي حکومت څخه وغوښتل: "هیله لرو چې د امریکا د نوي حکومت د رهبرۍ د کار په موده کې د (سولې) وهل شوي مزل باندې بیا غور او ارزونه وشي او شته ستونزې حل شي".

ښاغلي دانش دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې طالبانو تیره ورځ د امریکا له نوي حکومت څخه وغوښتل ترڅو د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ شوي تړون ته ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG