د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د خرما حاصلات درې برابر زیات شوي- چارواکي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په روان کال کې د دغه ولایت د کانال برخې د خرما تولیدات درې برابره زیات شوي.

د دغه ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن یکشنبه (وږی۲/اګسټ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې سږ کال به د کانال د خرماو حاصلات پنځو ټنو ته ورسیږي.

د ننګرهار په کانال کې د خرماو بڼ دولتي ملکیت دی چې نږدې ۴۰ جریبه پراخ او د شپږو ډولو خرماو ۲۷۰۰ بوټي پکې ولاړ دي.

ننګرهار کې په عمومي ډول د خرماو بڼوڼه ډېر او حاصلات یې هم د پام وړ دي خو کره کچه یې نده ښکاره شوې.

وړم کال افغانستان د ۹۲ لکو امریکايي ډالرو په ارزښت نیږدې ۲۰ زره ټنه خرما له ګاونډیو او سېمې هېوادونو څخه وارده کړې ده.
وړم کال افغانستان د ۹۲ لکو امریکايي ډالرو په ارزښت نیږدې ۲۰ زره ټنه خرما له ګاونډیو او سېمې هېوادونو څخه وارده کړې ده.

ښاغلي خوګیاڼي وویل: "په عمومي ډول ننګرهار کې د خرماو ګڼ بڼوڼه جوړ شوي خو زموږ سره یې د تولیداتو کچه او د بوټو د کره شمېر په اړه معلومات نشته."

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې خرما، ام، کېلو او یو شمېر نورې میوې په ښه توګه وده کوي او حکومت هم په وروستیو څو کلونو کې د دغو مېوو د ترویج هڅې پیل کړي دي.

عام افغانان هم د دغو مېوو په ځانګړې توګه د خرما د ترویج لپاره خوښ دي.

د خرماو یو سوداګر زرغون میاخېل په فیسبوک کې لیکلي چې هره ورځ لس دولس ټنه خرما له یوه ولایت نه بل ولایت ته لېږدوي خو دی پر دې ډېر خوښ دی چې ننګرهار سږ کال پنځه ټنه خرما تولید کړې.

میاخېل زیاته کړې: "هیله لرم چې دغه تولید یوه ورځ ۵۰۰ ټنو ته ورسیږي."

د خرمام د افغانستان په فراه، هلمند، لغمان، نیمرزو، کندهار او خوست ولایتونو کې ډېرې دي.

د کرنې وزارت د چارواکو په وینا د یادو سېمو د خرما کیفیت د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خرما د تولیداتو په پرتله ښه ثابت شوی دی.

وړم کال افغانستان د ۹۲لکو امریکايي ډالرو په ارزښت نږدې ۲۰ زره ټنه خرما له ګاونډیو او سېمې هېوادونو څخه وارده کړې ده.

د کرنې وزارت چارواکو له دې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو که افغانستان د خرماو په تولید کې پر ځان بسیا شي نو هر کال به لږ تر لږه ۱۰میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG