د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په موسهي کې د دریو بهرنیانو مړي موندل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د کابل ښار په موسهي سیمه کې د دریو بهرنیانو مړي موندلي دي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ – آشنا ته وویل، د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دغه کسان د هند، مقدونیې او مالیزیا هیوادونو اوسیدونکي وو، چې د 'سوډیکسو' په نوم د خوړو په یوې لوژیستیکي کمپنۍ کې یې کار کوه.

ښاغلي مهر زیاته کړه "دوی د نهمې حوزې په سیمه کې، په صنعتي پارکونو کې د خپل دفتر څنګ ته راځي، له خپل موټر څخه، چې یو تور امریکايي شورلیټ دی، یوې کرولا ته پورته کیږي، پرته له دې چې د دوی او د هغه کس ترمنځ چې په کرولا موټر کې وو، کوم جبر شوی وي، ډزې شوې وي او یا شخړه شوې وي".

د ښاغلي مهر پر وینا، پولیس وروسته له هغې له پېښې څخه خبر شول، چې د دغو بهرنیانو ډریور خپل دفتر ته راپور ورکړ.

هغه زیاته کړه، چې له راپور وروسته پولیسو د کابل ښار ته ټولې غځېدلې لارې تر خپل څار لاندې ونیوې او په ولسوالیو کې یې امنیتي کمربندونه واچول "په خواشینۍ سره له دغو هڅو څخه یو نیم ساعت وروسته، د هغوی جسدونه د موسهي ولسوالۍ په شاغاصي کلي کې موندل کیږي".

تر اوسه د دغې پېښې لاملونه روښانه شوي نه دي.

د ښاغلي مهر پر وینا، د کورنیو چارو وزارت یوې تحقیقاتي ډلې، په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغو درېو بهرنیانو له ۱۴ کلونو راهیسې د 'سوډیکسو' په کمپنۍ کې کار کوه.

'سوډیکسو' د نړۍ په کچه د خوړو دویمه کمپنۍ شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG