د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په سوات کې د ماین چاودنې ۸ تنه وژلي


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا د سوات په ښار کې د سه شنبې ۱۳ سپتمبر (وږي ۱۲) په شپه د طالبانو مخالف یوه قومي مشر پر موټر باندې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي دي.

په سوات کې د امنيت امر سعيد خان وویل، په دې چاودنه کې د ځايي سولې دکمېټې مشر ادريس خان وژل شوی دی. هغه زياته کړې چې لومړنيو راپورونو وښودله چې د قربانیانو شمېر پنځه تنه دی، خو وروسته معلومه شوه چې په چادونه کې د دوو پوليسو په ګډون اته تنه وژل شوي.

د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ویاند محمد خراساني د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی. هغه ویلي چې د سولې د سيمه ييزې کمېټې وژل شوى مشر له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان له امنيتي ځواکونو ملاتړ کاوه.

د تحریک طالبان پاکستان له غړو او مشرانو سره د سولې خبرې د مې له میاشتې راهیسې په کابل کې روانې دي. خو د دې ډلې بریدونه او د یاغیانو پر پټنځایونو د پاکستان د امنیتي ځواکونو چاپې دوام لري او دا اندېښنې یې راپارولي چې د سولې روانې خبرې به له خنډ سره مخ شي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ رسمي اوربند لا هم پر ځای دی.

د سولې دا خبرې په کابل کې د طالبانو د حکومت د چارواکو په کوربه توب ترسره کیږي. کتونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کېدل پاکستاني طالبان هڅولي دي. چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو جنګیالي او مشران په افغانستان کې پټ دي.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ترهګرو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره پر پاکستان باندې د بریدونو لپاره وکاروي.

اسلام اباد او کابل په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ دمخه هم یو بل یاغیانو ته په پناه ورکولو تورن کړي وو.

XS
SM
MD
LG