د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ کې 'لژیونر' ناروغۍ خپرېدو اووه کسان وژلي


د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د "لیژیونیلا نیوموفیلا" باکتریا ښودل کیږي چې د لژیونر ناروغي رامنځته کوي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د "لیژیونیلا نیوموفیلا" باکتریا ښودل کیږي چې د لژیونر ناروغي رامنځته کوي.

د پولنډ د عامې روغتیا مسئولینو په دغه هېواد کې د سږو د یو ډول ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړی چې له امله یې تراوسه لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او په لسګونو نور پرې اخته شوي دي.

د پولنډ د روغتیا د څار ادارې مشر کرزیستوف سازکا د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي درېیمه) رسنیو ته وویل چې د لژیونر (Legionnaires) په نوم دا ناروغي د پولنډ په جنوب ختیځ ښار ریززو کې خپره شوې ده.

د نوموړي په وینا ، په مړو شویو کسانو کې څلور نارینه او درې ښځې شاملې دي او عمرونه یې د ۶۳ او ۹۵ کلونو تر منځ دي.

د لژیونر ناروغي د "لیژیونیلا نیوموفیلا" په نوم باکتریا له امله رامنځته کیږي او د اوبو او هوا، په ځانګړي ډول د ایرکنډیشن سیستمونو له لارې خپریږي.

که څه هم دا ناروغي له یو انسان څخه بل ته په مستقیم ډول سرایت نه کوي، خو په ځانګړي ډول د کمزوري معافیت لرونکو کسانو کې د شدیدې تبې او سینه بغل لامل کیږي.

په پولنډ کې د دې وبا سرچینه لا څرګنده نه ده. چارواکو ویلي چې د اوبو د نمونو د لومړنیو ازموینو نتیجه به د دوشنبې په ورځ خپره شي.

په ریززو ښار کې چې شاوخوا ۲۰۰ زره نفوس لري، چارواکو په عامه ځایونو کې د مکروبونو د وژلو دپاره د پاک کارۍ عملیات پیل کړي دي.

دا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کې د امریکا په فلاډلفیا ایالت کې خپره شوې وه. هغه مهال د ۲۲۰ ناروغو شویو کسانو له جملې څخه ۳۴ کسان مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG