د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا له کبله د انسانانو مړینه زیاته شوې


د روغتیا نړیوال سازمان وايي تېره اوونۍ د کرونا له کبله د انسانانو مړینه زیاته وه
د روغتیا نړیوال سازمان وايي تېره اوونۍ د کرونا له کبله د انسانانو مړینه زیاته وه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تېره اوونۍ د کرونا ویروس له کبله د انسانانو مړینه ۴۳ سلنه زیاته شوې وه.

د روغتیا سازمان وايي تېره اوونۍ شاوخوا ۴۵۰۰۰ کسان په نړۍ کې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي، په داسې حال کې چې تر دې مخکې اونۍ کې له دې کبله یوازې ۳۳۰۰۰ کسان مړه شوي وو.

د روغتیا سازمان د معلوماتو په اساس په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله په چیلي، هند او د امریکا په متحدوایالتونو کې ډېر خلک مړه شوي دي.

په چیلي کې۱۱۸۵۸، په هند کې ۵۳۶۷ او په امریکا کې ۴۵۲۵ کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې جرمني، ایټالیا او فرانسې ویلي دي چې د کرونا ویروس پېښې په دغو هېوادونو کې زیاتې شوي دي او یوازې په فرانسې کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۴۵ سلنه لوړه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان تل دا خبره کړې ده چې ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په دقیق ډول نه ثبتیږي. دې سازمان همدغه راز د ځينو هېوادونو له لوري د کرونا ویروس د ازموینو د پروګرامونو د کمولو له کبله اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا کارونه د دغه ویروس د خپرېدو، په دغه ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړینې شمیرې لوړوي.

XS
SM
MD
LG