د لاس رسي وړ اتصالات

د کورمې په فرقه‌يي نښتو کې د مړو شمېر ۲۵ ته ورسید


د خیبر پښتونخوا کورمه د لسیزو راهیسې د شیعه او سني فرقو ترمنځ په تاوتریخوالي او دښمنیو مشهوره ده.
د خیبر پښتونخوا کورمه د لسیزو راهیسې د شیعه او سني فرقو ترمنځ په تاوتریخوالي او دښمنیو مشهوره ده.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د تیرو پنځو ورځو راهیسې په روانو فرقه يي نښتو کې د مړو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

ځايي چارواکو چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) وویل چې د افغانستان پولې ته څېرمه په دغو نښتو کې ۷۵ تنه ژوبل شوي دي. دا سیمه د لسیزو راهیسې د شیعه او سني فرقو ترمنځ په تاوتریخوالي او دښمنیو مشهوره ده.

د جولای په میاشت کې، په فرقه يي نښتو کې ۳۵ تنه ووژل شول او په پای کې جرګې د اوربند پرېکړه وکړه. قومي مشران د روغې جوړې له لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي.

په کورمه کې یو لوړپوړي حکومتي چارواکي فرانس پرس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "په لسګونو کورونو ته زیان اوښتی. د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حکومت او نورو قومونو ټولې هلې ځلې ناکامې شوي دي."

په دغو جګړو کې د توپونو او نورو درندو وسلو د استعمالولو خبر ورکړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د عدلیې وزیر افتاب عالم وویل: "په یو طرف باندې شک دی چې په ایران کې جوړې شوي وسلې کاروي. خو پدې اړه به وروسته پلټنې کیږي."

په پاکستان کې، چې اکثریت وګړي یې سنیان دي، شیعه اقلیت ځان د تبعیض او تاوتریخوالي ښکار بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG