د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په وروستي برید کې د وژل شوو شمیر ۸۰ تنو ته ورسېد


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د واده پر مراسمو برید کې د وژل شوو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د یو شمیر ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه نه وو او په روغتون کې یې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت په دغه خونړي برید کې، چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی، د ۶۳ تنو د وژل کیدو او ۱۸۲ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو.

د کورنیو چارو وزارت د واده پر مراسمو برید کې د وژل شوو کسانو د شمیر د زیاتېدو خبر په داسې حال کې ورکړی دی، چې نن د چهارشنبې ورځ د اګست ۲۱مه د تروریزم د قُربانیانو د یاد او درناوي نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګرو ملتونو د دغې ورځې په مناسبت په یو بیان کې ویلي، چې د تروریزم قُربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت غوښتنې پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې د څانګې اجرائیوي رئیس یوري فېدوتوف ویلي، په نړۍ کې وروستيو تروریستي بریدونو دا حقیقت په ډاګه کړی دی، چې یوه ټولنه او هیواد هم خوندي پاتې نه دي.

هغه زیاته کړې: "سږکال د تروریزم د قُربانیانو د یاد او هغوی ته د درناوي نړیواله ورځ، د قُربانیانو او د هغوی د کورنۍ د غړو پر میړانې او مقاومت تمرکز لري او پر ټولو هغو ښځو او نارینه‌و، چې پر دې ناورین برلاسي شوي ویاړ کوي، ترڅو له تروریزم سره په مبارزه کې په اصلي متحدینو بدل شي".

د ملګرو ملتونو د سازمان دغه چارواکي ویلي، اړتیا ده چې دولتونه جزايي عدالت ته د قُربانیانو د لاسرسي په برخه کې د هغوی ټولې اړتیاوې پوره کړي او په دې تړاو خپل اقدامات زیات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي دي، چې افغانان د تروریزم او وسله‌والو نښتو اصلي قُربانیان دي.

د دغه کمیسیون په یو بیان کې راغلي، چې یوازې تېر لمریز کال په افغانستان کې ۳زره غیرنظامیان د تروریستي بریدونو او وسله‌والو نښتو له امله وژل شوي او له ۸زرو څخه زیات ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو کمیسیون په تروریستي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی، د افغانستان او نړیوالې ټولنې جدي اندېښنه بللې ده او ویلي یې دي: "د تروریستي پېښو د قُربانیان په ګدون د بشري حقونو د نقض ټول قُربانیان، د ملي او نړیوالو اسنادو پر اساس حق لري، چې په اغیزمنه او مساوي توګه او له توپیر پرته عدالت ته لاسرسی ولري".

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په اغیزمن او بیړني ډول د زیانونو جبرانول، د حقونو د نقضولو پېښو ته د رسیدو په اړه اطلاعاتو ته لاسرسی، د بشري حقونو له نقضوونکو سره د چلند څرنګوالی او د زیانونو د جبرانولو مکانیزم د تروریزم د قُربانیانو د نورو حقونو په توګه یاد کړي دي.

دغه کمیسیون په افغانستان کې د تروریزم له قُربانیانو څخه د ملاتړ او د هغوی لپاره د عدالت‌غوښتنې په موخه د تروریستي بریدونو د عاملانو د پیژندلو او تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې د هغوی د راوستلو غوښتنه کړې ده.

همدا شان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د سولې په مذاکراتو کې د تروریزم د قُربانیانو پر ګډون ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG