د لاس رسي وړ اتصالات

د فاع وزارت: د اردو ۲۸۰ لوړپوړي افسران تر عدلي تعقیب لاندې دي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې له فساد سره د دغه وزارت مبارزه جدي وه او په همدې دلیل یې د جنرالانو په ګډون د اردو سلګونه افسران تر عدلي تعقیب لاندې نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ ته وویل، چې د لوړپوړو افسرانو محاکمه دا ښیي، چې دفاع وزارت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دی.

د هغه په وینا د اردو دغه افسران په کابل، ننګرهار، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې په علني توګه محاکمه شوي دي.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

هغه زیاته کړه:"تقریباً د ۲۸۰ تنو دوسیې ترتیب شوي دي، ۷۹ تنه یې د خپلو اعمالو په سزا رسېدلي دي، عدلي او قضایي بهیر تاسو ته معلوم دی، چې وخت نیسي خو په دغه برخه کې موږ ښې لاسته راوړنې لرلي دي، په دغه جمع کې ډګر جنرال، تورن جنرال، برید جنرال، ډګروال، جګړن، ډګرمن ټول شامل دي، لومړی ځل دی چې په تېرو څلورو کلونو کې د ډګرجنرال په کچه محاکمه کېږي."

ښاغلي جاوید له خلکو څخه وغوښتل، چې له فساد سره په مبارزه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي او د یاد وزارت اړوند په هره اداره کې چې د فساد موضوعات ویني، ریپوټ دې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سر مفتشې ادراې یا سیګار د افغانستان په اردو کې د خیالي سرتېرو له موجودیته خبر ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG