د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې له ماین پاکۍ سره مرسته کوي


یوه افغانه ښوونکې په افغانستان کې د ماینونو د مختلفو ډولونو په هکله د خبرتیا او معلوماتو ورکولو په حال کې
یوه افغانه ښوونکې په افغانستان کې د ماینونو د مختلفو ډولونو په هکله د خبرتیا او معلوماتو ورکولو په حال کې

په افغانستان کې د څو لسیزو او شخړو له کبله دغه هیواد د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې تر ټولو زیات ځمکني ماینونه او ناچاودیدل شوي توکي په کې موندل کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو نوي رپوټ کې د امریکا هغه هلې ځلې په ډاگه شوې دي چې هدف یې د جگړې د دې مرگونو وسیلو څخه د افغان میرمنو، ماشومانو او نارینو ژغورل دي.

په ٢٠١۴ کال کې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د ماینونو او د نا چاودیدونکو توکیو د پاکولو لپاره ٢٢ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې په دې سره د ماین پاکۍ په ډگر کې د افغانستان سره د امریکا مرستې ٣٩٨ میلیونو ډالرو ته ورسیدلې.

ددغو پیسو په مرسته د افغانستان حکومت او غیر حکومتي سازمانونو مایونونه، ناچاودیدلي توکي او مهمات پاک کړي او خنثی کړي دي. د امریکا پر مالي مرستې باندې د "ماین اکشن پروگرام" په نامه سازمان په څیر موسسو سره مرسته شوې چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې پرمخ یوړل شي.

د "ماین اکشن پروگرام" سازمان په افغانستان کې دننه په ظرفیتونو باندې کار کوي چې په راتلونکې کې د ځمکنیو ماینونو د پاکولو مسله پخپله په خپل داخلي کدر حل کړي. ددغه سازمان د ماین پاکۍ بیلابیلو ډلو د تخنیکي تجهیزاتو او د روزل شویو سپیو په مرسته د ماینونو بیلابیلې سیمې سروی کړي دي او د ماینونو څخه یې پاکې کړې دي.

دغه راز د امریکا د مالي مرستو څخه د ماینونو د قربنیانو سره د مرستې په خاطر هم کار اخیستل شوی دی او داسې پروگرامونه یې په لړ کې هم تمویل شوي دي چې هدف یې د هغو سیمو د خلکو لپاره د روزنیزو پروگرامونو په لاره اچول وو چې د ماینونو په مناطقو کې ژوند کوي.

بل سازمان چې هلو ترست نومیږي هم یې د امریکا سره په گډه د ماین پاکۍ په برخه کې کار کړی دی او د ماین پاکۍ له عصري وسایلو څخه یې کار اخیستی دی او دغو وسایلو ته یې وده ورکړې ده.

دغې سازمان په ټول افغانستان کې ارزیابۍ او سرویگانې کړې دي او د ماین پاکۍ پروژې یې پلې کړي دي.

د امریکا متحده ایالات دې ته متعهد دي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې د خلکو سره مرسته وکړي او خلکو ته داسې زمینه مساعده کړي چې د ماینونو څخه په یوې پاکې نړۍ کې تگ راتگ او ژوند وکړي.

هغه څه چې په دې رپوټ کې مو ولوستل او ولیدل، د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د رسمي سیاست ښکارندوی دي.

XS
SM
MD
LG