د فلیپین په پایتخت مانیلا کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ افغانان د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو له ترلاسه کولو وروسته له فلیپین څخه متحده ایالاتو ته ولېږدول شول.
په دې خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې راغلي دي چې د دغه شمېر افغانان د جنوري له ۱۵ څخه تر ۱۷ نېټې پورې د سوداګریزو پروازونو په واسطه له فلیپین څخه امریکا ته لېږدول شوي دي.
په فلیپین کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي: "له ځانګړو افغان کډولو سره د مرستې په برخه کې د فلیپین له همکارۍ او ملاتړ څخه او د متحده ایالاتو له هڅو څخه ژوره قدرداني" کوي.
فلیپین د تېر عیسوي کال د اګست په ۱۹ له متحده ایالاتو سره توافق وکړ چې یو شمېر هغو محدودو افغانانو ته په فلیپین کې د لنډې مودې لپاره د پاتې کېدو زمینه برابره کړي چې امریکا ته یې د مهاجرت د ځانګړو ویزو لپاره غوښتنې کړې دي.
له دغه توافق وروسته شاوخوا ۳۰۰ افغانان د روان عیسوي کال د جنوري په شپږمه فلیپین ته ولېږدول شول.
د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دوشنبه په ورځ، جنوري ۲۰ په متحده ایالاتو کې د حکومت واک ترلاسه کوي تمه کېږي چې متحده ایالاتو ته د مهاجرت په برخه کې سخت دریځه کړنلاره غوره کړي.
د همدې اندېښنې له کبله د متحده ایالاتو سلګونو پخوانیو او اوسنیو لوپوړو پوځي او ملکي چارواکو او پوځیانو ټرمپ ته د یو لیک په استولو سره له هغه څخه غوښتي دي چې متحده ایالاتو ته د افغانانو د لېږد او دلته د استوګن کېدو بهیر ته دوام ورکړي.
د متحده ایالاتو کانګرس د هغو افغانانو لپاره امریکا ته د مهاجرت څه باندې ۵۰ زره ځانګړې ویزې تائيد کړې چې د امریکا له حکومت او نظامیانو سره یې همکاري کړې وه. تمه کېږي چې د روان عیسوي کال د اوړي موسم تر پایه پورې دا ټولې ځانګړې ویزې صادرې شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ راهیسې څه باندې ۱۸۳ زره هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې و له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا ته لېږدول شوي دي، خو زیات شمېر نور افغانان چې د ویزې غوښتنې یې تائيد شوي دي د نورو پړاونو د ترسره کولو لپاره په افغانستان او نورو هېوادونو کې په تمه دي.
فورم \ دبحث خونه