د لاس رسي وړ اتصالات

دپیکا په عادي ژوند کې هم بانفوذه ښځه وبلل شوه


د بالیوډ مشهوره اداکاره دپیکا پاډیکون د هند د ٢٠١٩ کال د بانفوذه شخصیاتو سخه یوه ده.

د هند "د مشهورو کسانو ځواک" په نامه خپرونې د ٢٠١٩ کال د بانفوذو کسانو یو لسټ خپور کړیدی چې د هند مشهوره فلمي اداکاره دپیکا پکې په لمړني نمبر ده.

د بالیوډ اداکاره چې یوه د تر ټولو مشهوره اداکاره گڼل کیږي او د بالیوډ د تاریخ په څو کامیابو فلمونو کې یې کار کړیدی، اوس د فلمي نړۍ برسیره په هند کې یوه بانفوذه شخصیت بلل شویده.

د دپیکا په مشهورو فلمونو کې پدماوت، باجي راو مستاني او داسې نور فلمونه شامل دي. هغې ته په مختلفو فلمونو د ښه اداکارۍ ملي جایزې هم ورکړل شویدي.

د یادونې وړ ده چې دپیکا ته په هند کې د "تر ټولو ښکلې ښځه" او د "بانفوذې ښځې" لقبونه هم ورکړی شویدي.

د دپیکا راتلونکي فلمونه "جپاک" او "کپل دیو" دي چې مینه وال ورته سترگې په لار دي. د کپل دیو فلم د پخواني هندي کرکټر په ژوند جوړیږي او دغه به د هغې د خپل میړه رنویر سنگ سره د واده نه وروسته لمړنی فلم وي.

XS
SM
MD
LG