د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د "رسنیو د آزادۍ د ملاتړ نړیوال ایتلاف" غړیتوب اخلي


افغان حکومت د برتانیې له هغې غوښتنې، چې افغانستان دې د"رسنیو له آزادۍ څخه د ملاتړ نړیوال ایتلاف" کې ګډون وکړي، هرکلی کړی دی.

په کابل کې د برتانیې سفیري الیسون بلیک د افغانستان د جمهور رئیس له دویم مرستیال سرور دانش سره د لیدنې پر مهال، په دغه نړیوال ایتلاف کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال د مطبوعاتو دفتر د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۲مه (مرغومي ۲۲مه) په یوې اعلامیې کې د برتانیې د سفیرې له قوله ویلي: "ټاکل شوې چې د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر له خوا ډیر ژر او په رسمي توګه، د رسنیو له آزادۍ څخه د ملاتړ په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان د ګډون په اړه یو لیک د افغانستان د جمهور رئيس دویم مرستیال ته واستول شي".

آغلې بلیک افغان حکومت په سیمه کې د رسنیو د آزادۍ ملاتړی ګڼلی او په دغه نړیوال ایتلاف کې یې د افغانستان غړیتوب یو ښه فُرصت بللی دی.

د افغانستان د جمهور رئيس دویم مرستیال سرور دانش د برتانیې له دې بلنې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هیواد یې په دغه نړیوال ایتلاف کې د غړیتوب اخیستلو ته چمتو دی.

ښاغلي دانش د بیان آزادي او آزادې رسنۍ د دموکراسۍ یو اصل بللی او ټینګار یې کړی: "د سولې په پروسه کې هم یو مورد چې د افغانستان دولت او خلک ورباندې ټینګار کوي، د بیان آزادي او د رسنیو آزادي ده او په تجربو ثابته شوې ده، چې د طالبانو په څیر افراطي ډلې له دغو دوو ارزښتونو څخه ویره لري".

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د سولې په توافق کې د بیان د آزادۍ او د آزادو رسنیو د ساتنې ملاتړ وکړي.

له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ نړیوال ائتلاف د برتانیې او کاناډا به نوښت جوړ شوی او یو شمیر هیوادونه یې غړیتوب لري.

افغانستان په داسې حال کې د دغه ایتلاف غړیتوب اخلي، چې د بې‌پولې خبریالانو د نړیوال بنسټ د راپور په اساس، دغه هیواد له مکسیکو او سوریې وروسته د خبریالانو لپاره مرګونی هیواد بلل شوی دی.

ددغه بنسټ د راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې پنځه تنه خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG