د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت: د طالبانو ورانکارۍ د هغوی افراطیت څرګندوي 


ښي لاس کې تصویر د فراه انار دره او کيڼ تصویر کې د اندخوي ولسوالۍ ویجاړې شوې ودانۍ دي
ښي لاس کې تصویر د فراه انار دره او کيڼ تصویر کې د اندخوي ولسوالۍ ویجاړې شوې ودانۍ دي

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت مرستیال جان مک کري وایي چې په فاریاب کې یې د طالبانو په لاس د تاسیساتو د ورانولو او د خلکو د نیولو «حېرانوونکي» راپورونه لیدلي دي.

په ځینو رسنیو او‌ ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو راپورونه کې ویل شوي چې طالبانو د فاریاب ولایت د اندخوې ولسوالۍ له نیولو وروسته هلته تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن د یکشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ۶) په خپل ټویټر کې په دې اړه د سفارت د مرستیال جان مک کري خبرې خپرې کړي دي.

ښاغلي مک کري ویلي دي: «د فاریاب د اندخوي ولسوالۍ حیرانوونکي (بوږنوونکي) راپورونه ګورم. د طالبانو له لوري د هټیو او حکومتي ودانیو سوځول، د تاسیساتو او مخابراتي شبکو ویجاړول د هغوی افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه درناوی څرګندوي.»

په ټویټ کې ویل شوي نه دي چې طالبانو په اندخوي کې څومره ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

ښاغلي مک کري داسې مهال دا خبرې کړي دي‌ چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې «طالب وسله والو تاسیسات وران» کړي. په یوې ویدیو کې ښودل کیږي چې څو ورځې مخکې طالبانو د فراه په ولایت کې هم ودانۍ په بمونو الوځوي.

په افغانستان کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه پال د جون په ۱۵ دا ویدیو په خپل ټویټر کې خپره کړې وه او وايي چې طالب وسله وال د انار درې ولسوالۍ ودانۍ ورانوي.

دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې ځینې طالب چارواکي وايي خپلو جنګیالیو ته یې ویلي دي چې «ودانۍ، پلونه او سړکونه» وران نکړي. مګر داسې راپورونه شته چې د طالب وسله والو له لوري د حکومت تر کنترول لاندې سیمو له نیول کېدو وروسته هلته ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شوي او لوټ شوي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د «طالبانو دا کار» غندلی دی. د ټولنیزو رسنیو دغه فعالان وايي چې دا ودانۍ او تاسیسات « د ولس شتمني» ده او نباید زیان ورته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG