د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي شورا اکثر وکیلان د حکومت له کارونو ناراضه دي


د ډي آی موسسې په تیرو کلونو کې هم د افغانستان د ملي شورا د غړو د نظریاتو په اساس دوه نورې سروې هم کړي دي
د ډي آی موسسې په تیرو کلونو کې هم د افغانستان د ملي شورا د غړو د نظریاتو په اساس دوه نورې سروې هم کړي دي

د دیموکراسي انټرنیشنل یا د ډیموکراسۍ نړیوالې ادارې یوه نوې سروې ښيي، چې د ملي شورا ۹۳ په سلو کې غړي دا ګڼي، چې افغانستان په ناسم لوري روان دی او یوازې اووه په سلو کې داسې انګیري چې افغانستان ښه مسیر طی کوي.

د ډیموکراسۍ نړیوالې ادارې پدغې نوې سروې کې، چې د ملي شورا له ۲۱۵ غړو سره مرکې شوي دي، ویل شوي چې د ولسي او مشرانو جرګو ۲۶ په سلو کې غړو ویلي، چې د افغانستان د ناسم لوري ته حرکت کمزورې حکومتولي ده، ۲۵ سلنه د ګاونډیانو ناسم چلند او ۲۱ سلنه ناامني ښودل شوې ده،

د ډيموکراسي انترنیشنل دفتر چې مرکز یې په واشنګټن کې دی او دا دفتر تر ډېره له کلونو راهېسې د افغانستان د ټاکنو په برخه کې کار کوي، وايي په سروې کې یې د ملي شورا د دواړو مجلسینو له غړو د ټاکنیزو اصلاحاتو، امنیت، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په تړاوو پوښتنې کړي دي، د ډی ای سروې ښيي، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۴۸ په سلو کې عامو افغانانو دا تمه ښوده چې هیواد یې په سم لوري روان دی.

د ډیموکراسي انترنیشنل سلاکار ذکریا بارکزي ددې سروې د خپراوي په مهال وویل" افغانستان له تېر یوه کال راهېسې په بحران کې دی، امنیتي وضعیت خراب شوی، ټاکنیز اصلاحات په ټپه ولاړ دي، خلکو د ملي یووالي په حکومت باور له لاسه ورکړی دی، اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او کډوالي په ډله ایزه بڼه ده".

د ډي ای دا سروې ښيي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو مسئله د ملي شورا د غړو ترمنځ اختلافي مسئله ده، خو بیا هم د ملي شورا ډيري غړي د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

سروې ښيي، چې له سولې ملاتړ له ۲۰۱۲ کال راهیسې نسبتا ثابت پاتې شو او له هغه مهاله تر ۲۰۱۵ یې یوازې پنځه په سلو کې دا ملاتړ را ټيټ شوی دی.

د پارلمان ډیرو غړو د ډي ای سروې ته ویلي، چې که طالبان واک ته رسیږي، نو د ټاکنو له لارې دې ورسیږي.

د ډي ای دا سروې د ناامنیو په تړاوو کاږي، چې د ملي شورا له څلورو غړو درې یې پدې فکر کې دي، چې امنیتي وضعیت له تېر کال په پرتله خراب شوی دی، د ملي شورا له درېیو دوه برخې غړي د داعش د شتون په تړاوو اندېښنه لري.

د پارلمان ۴۲ په سلو کې غړو دې سروې ته ویلي، چې خپلو ولایتونو ته د ناامنۍ له امله یې تګ ناممکن شوی دی.

له اجرائيه قوې د مقننه قوې ناخوښي

د ډیموکراسي انترنیشنل سروې وايي، چې په ټوله کې د مقننه قوې غړي د اجرائیه قوې له کړنو ناخوښ دي او فکر کوي، چې د حامد کرزي حکومت ښه کار کاوه، ۶۴ په سلو کې د ملي شورا غړي د ولسمشر غني له کړنو خوښ ندي، پدوی کې ۴۵ سلنه زیات ناخوښه دي، سروې وايي، چې یوازې پنځه په سلو کې له ولسمشر غني زیات خوښ دي او ۲۷ په سلو کې لږ لږ خوښ.

د ډي ای سروې وايي، چې د پارلمان اکثره غړي له اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نه ناراضه دي او یوازې درې په سلو کې د عبدالله عبدالله له کړنو خوښ دي.

پدې سروې کې له څلور درېیو غړو ډي ای ته ویلي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنې د خلکو رايې نه منعکسولې، ۹۲ په سلو کې د پارلمان غړي وايي، چې د پارلماني ټاکنو له اجراء کولو مخکې باید ټاکنیز اصلاحات رامنځته شي.

تر دې وړاندې ایشیا فونډیشن هم سروې ترسره کړې وه او د ملي یووالي د حکومت نه یې د خلکو نارضایت زیات ښودلی وو.

بل لورته افغان حکومت بیا وايي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په امنیت تاثیر غورځېدلی خو افغان ځواکونو ښه زړه ورتیا ښودلې، بل لورته د نړیوالو مرستو له وتلو په اقتصادي وضعیت تاثیر غورځولی دی.

XS
SM
MD
LG