د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونود خبریالې ملالۍ میوند وژنه وغندله


د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي چارو ادارې یونسکو، د خبریالې او د ښځو د حقونو د فعالې ملالۍ میوند له وژنې وروسته د خبریالانو د امنیت لپاره د جدي تدابیرو غوښتنه کړې ده.

د انعکاس تلویزیون خبریاله ملالۍ میوند او ددې رسنۍ یو موټر چلوونکی محمد طاهر د پنجشنبې په سهار دسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰) د وسله والو کسانو په برید کې د جلال آباد ښار د عربانو د ګولایي په ساحه کې ووژل شول.

یونسکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې ادارې د رئیسې;ادري اولي له خولې لیکلي دي: "پداسې حال کې چې مونږ د بشري حقونو ورځ (دسمبر ۱۰) نمانځو، زه د خبریالې ملالۍ میوند او او (ددې رسنۍ) د کارکوونکي محمد طاهر وژنه محکوموم. دغه برید په څرګنده هغه خبریاله چې د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ نه دفاع کوي په نښه کړه.»

ملالۍ میوند د څو کلونو راهیسې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د انعکاس په خصوصي تلویزیون کې د خپرونو ویانده وه او مدني فعالیتونه یې هم درلودل.

د یونسکو په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه بنسټ د خبریالانو مصونیت د نړیوال پوهاوي د لوړیدواو د پراخو اقداماتو له لارې په ځانګړې توګه د خبریالانو د مصوونیت په هکله د ملګرو ملتونو د عمل د پروګرام په چوکاټ کې پیاوړې کوي.

د "SITE Intelligence Group" په نامه د اطلاعاتي ویبپاڼې په حواله د داعش ډلې پر ملالۍ میوند باندې د برید مسولیت منلی دی.

پدې ترڅ کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل، په خپل فیسبوک پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره لیکلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د ملالۍ میوند د قتل عاملین نیولي دي او د ښاغلي امرخیل په وینا تورنو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

ښاغلي امرخیل همداشان لیکلي چې «شخصاً به یې له قضایي او عدلي ارګانونو سره تعقیبوم چې د خپل جرم په سزا ورسېږي.»

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ددغې خبریالې وژنه غندلې او هغه یې بشري جنایت او نه بخښونکی عمل ګڼلی دی.

په ننګرهار کې د خبریالانو د مصونیت کمیټې هم د ملالۍ میوند وژنه سخته غندلې او د افغانستان له حکومت نه یې غوښتي چې د خبریالانو د مصونیت لپاره جدي عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG